Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د دوحې تړون عملي کېدل غواړي

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سوداګرو شورا وایي چې د امریکا او اسلامي امارت لخوا د دوحې  تړون عملي کېدل د هېواد د اقتصادي ننګونو لپاره حل لاره کېدای شي.

د دغې شورا رییس وايي چې باید د افغانستان پر بانکونو بندیزونه لرې شي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس عبیدالله صدرخېل وویل:«موږ تاجرات له نوي حکومته او له امریکا دا خواهش لرو چې کوم قرارداد چې د نوي حکومت د طالبانو او امریکا حکومت ترمنځ په دوحه کې امضا شوی و. عمل وکړي موږ دا خواهش لرو چې د افغانستان کنګل شوې پیسې بېرته افغانستان ته وسپارل شي.»

د خبرپاڼې په یوه برخه کې د افغان سوداګرو شورا له اسلامي امارته غوښتي چې له نړۍوالې ټولنې سره تعامل وکړي ترڅو د بندیزونو د لرې کولو لپاره لاره پرانیستل شي.

په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګر جمال ناصر عبادي وايي:«موږ بار بار وایوو چې سږ کال موږ له سخت ژمي سره مخامخ یوو، که چېرته افغان حکومت له خارجیانو سره تعامل ونه کړي، افغان ولس به له لوی ناورین سره مخامخ شي.»

له بلې خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې بندیزونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې او راکړې ورکړې بهیر کم کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«دا بندیزونه وو چې بهرنۍ پانګونې مخه یې نیولې ده یو بهرنی پانګوال چې راځي له کومو شرایطو سره دلته پیسې راوړي او له کوم له کوم سیسټمه، نو بندیزونه نه یوازې چې له سیاسي پلونه زیانونه لري بلکې له اقتصادي پلوه هم، اغېزې یې زموږ پر اقتصاد منفي دي.»

د کانونو او صنایع خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان هم څرګندوي:«د بندیزونو ګرانه بیه د افغانستان کمزوري خلک پرې کوی، هیله لرو چې نړۍواله ټولنه د بندیزونو سیاستونه له خپلو غوښتنو لرې کړي چې افغانستان، خصوصي سکټور، د افغانستان صایع خپل کار او فعالیت ولري.»

له بلې خوا، د اقتصاد وزارت په دې باور دی چې د نړۍوالې ټولنې د مرستو بندیدل، د افغانستان د شتمنیو تړلي پاتې کېدل او د هېواد پر بانکونو محدودیت د افغانستان پر اقتصادي ودې ناوړه اغېزه کړې ده.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وویل:«د تېر یوه کال په لړ کط، د وچکالۍ، د نړۍوالو مرستو بندېدل، پراخ منفي تبلیغات، په بانکي نظام د محدودیتونو لګول، د پانګې کنګلول، او د بهرنیو هېوادونو له خوا د بندیزونه، له بده مرغه د هېواد اقتصاد منفي وده لرلې ده.»

د افغانستان د سوداګرو شورا د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان ۳۰ سلنه اقتصاد له ځوړتیا سره مخ شوی او د هېواد ۳۵ سلنه ناخالص تولیدات کم شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه