Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینې تر سره کېدل

نن (پنج‌شنبه) د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې په یو وخت د کانکور ازموینه واخېستل شوه. غزني، فراه، بامیان، میدان وردګو، کونړ، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د کانکور ازموینه تر سره شوه.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، دغه ازموينه به په يادو ولايتونو کې درې ورځې دوام وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي: «د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه رسماً پیل شوه، دا ازموینه به درې ورځې دوام وکړي د میزان د میاشتې په ۱۴، ۱۵ او ۱۶مه نېټه.»

د ازموینو ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ، له سل زرو ډېرو کسانو د کانکور ازموينې کارتونه تر لاسه کړي دي.

د کانکور ازموینې یو شمېر مسوولین وايي چې سږ کال په کانکور کې د ګډون کوونکو شمېر د تېر کال پرتله کم دی.

د کونړ د کانکور ازموینې د ترسره کولو مسوول محمد عارف وايي: «په مجموع کې د اتلس سوه شاوخوا هلکانو په‌کې ګډون کړی او له غرمې وروسته په یوه باندې بیا د اناثو امتحان دی.»

د فراه پوهنتون رییس نعمت الله انصاري وايي: «سږ کال نېکه مرغه په فراه ولایت کې نږدې ۸۰۰ کسانو ګډون کړی دی.»

د غزني د کانکور ازموینې د ترسره کولو مسوول محمد کاظم یوسفي وايي: «نږدې ۵۰۴۱ کسانو ګډون کړی چې له دې ډلې یې ۲۰۰۲ کسان نجونې دي.»

د هرات پوهنتون رییس عبدالعزیز نعماني وايي: «په‌دې دوره کې نږدې ۷ زره کسانو ګډون کړی.»

عبدالعزیز نعمانی، رییس دانشگاه هرات گفت: «امسال در مجموعه ۷ هزار تن از دواطلبان در دانشگاه هرات آزمون کانکور را سپری می‌کنند.»

له بلې خوا د کانکور ازموینې یو شمېر ګډونوال وايي، د دې ازموینې لپاره یې بشپړ تیاری نیولی او تمه لري، پایلې په رڼه توګه اعلان شي.

د بامیان ګډون وال عبدالخالق وايي: «شفاف ازموینه دې وي او موږ غواړو خپل د خوښې پوهنځي ته بریالي شو.»

د هلمند ګډونوال عبدالولي وايي: «سږ کال مې کانکور ته امادګي نیولې ده او اقتصاد پوهنځی مې انتخاب کړی دی.»

د غزني ګډونوال شکرالله وايي: «موږ بېخي خوشاله یوو، شفافه صحنه وه.»

سږ کال کانکور ازموینه د تېر کال پرتله په څلور میاشتې ځنډ تر سره شوه او تمه کېږي چې درې ورځې به دوام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه