Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېر یو کال کې د طبیعي پېښو پر مهال د څه باندې ۱۵۰۰ کسانو مړه کېدل

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېر کال د طبیعي پېښو له امله له ۱۵ سوه ډېر کسان مړه او تر درې زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت مسوولانو د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، په تېر یو کال کې له شل زرو ډېر کورونه او زرګونه جریبه ځمکه تخریب شوې ده.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند وايي: «دغه حادثې او واقعات چې اوس ملګرو ذکر کړې دا وقعیت دی چې پېښې شوي او پېښيږي به او د هغو د مخنیوي لپاره به څه تدابیر چې زموږ په توان کې وي هغه به نیسو.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ژمنیو مرستو پر چمتوالي ټینګار کوي او له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غواړي چې په ژمي کې له افغانستان سره لا ډېرې مرستې وکړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر وايي: «کوم وزارتونه چې اړوند وزارتونه دي هغوی دې اوس هم لاس په کار شي خپله هستي او نیستي دې ټولو ولایتونو کې ځای پر ځای کړي، چې کومو ولایتونو کې د پېښو خطر موجود دی هغه ځای کې دې لا ډېر متوجه شي.»

ورته مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست وايي، که راتلونکي ژمي کې له سېلابونو او زلزله ځپلو سره مرسته ونه شي، نو یو ناورین به رامنځته شي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست مطیع الحق خالص وايي: «په ژمني لباس کې عاجل ضرورت دی چې دوی باید دې ته راوړاندې شي ځکه دا سیمې یخې دي که په وخت ورته رسېدنه ونه شي نو ناورین به پکې رامنځته شي.»

بل خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ژمي له رارسېدو وړاندې باید هغو ولایتونو ته بشري مرستې ورسېږي، چې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني څرګندوي: «نړیوال، داخلي او خارجي په ځانګړي ډول سوداګر چې ډېرې قرباني ورکړې، اوس دوی نه دا هیله ده چې طبیعي پېښو خطر لاندې سیمو کې دوی سره باید مرسته وکړي.»

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمیدالله نعماني وايي: «خلکو ته باید عامه پوهاوی ورکړل شي، ترڅو په هغو ځایونو کې کورونه جوړ نه کړي، چې د خطر په خوله کې واقعي وي.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال اعلان وکړ، چې پکتیکا او خوست ولایتونو کې به زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو لپاره په وړیا ډول ودانیز توکي ورکړي.

مسوولین وايي، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې به د ژمي له رارسېدو وړاندې د زلزله ځپلو لپاره ۵۴۳۰ کورونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه