Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د جاپان سفارت د محدودو فعالیتونو پیل

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ توکيو کې يوه خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال وايي، چې له يو کال څخه تر زياتې مودې وروسته يې په کابل کې تر يوه حده خپلې سفارتي چارې پيل کړي دي.

هغه زياتوي، چې په کابل کې د بشپړ ډيپلوماتيک ماموريت د پيل په اړه بله شرايطو ته په کتو تصميم ونيول شي.

د جاپان د بهرنيو چارو وزير یوشیماسا هایاشي وايي:«دا مهال په کابل کې د جاپان سفارت خپل محدود فعالیتونه شروع کړي او لږ تر لږه اړین کارونه تر سره کوي. زه د امنیتي دلایلو له امله د جزیاتو ورکولو څخه ډډه کوم.»

جاپان د جمهوريت له سقوط وروسته په کابل کې خپل سفارت بند کړ او له هغه وروسته د دغه هېواد ډيپلوماتانو له قطر په موقته توګه کار کاوه.

د چارو یو شمېر کارپوهان په کابل کې د نورو هېوادونو د ډيپلوماتيکو استازوليو فعاليت ښه اقدام ګڼي. دوي وايي، اړتيال ليدل کېږي، چې نور هېوادونه هم د روابطو د ټينګښت لپاره په کابل کې خپل سفارتونه پرانيزي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار څرګندوي:«له نړۍ سره اړيکې د افغانستان لپاره او له افغانستان سره اړيکې د نړۍ لپاره ډېرې مهمې دي. نه افغانستان په انزوا کې ژوندی کوی شي او د افغانستان موقعیت ته په کتو نړۍ هم اړ ده، چې له افغانستان سره اړيکې وساتي.»

د سياسي چارو کارپوه احمد خان اندړ هم وايي:«موږ که چېرې د ملګرو ملتونو منشور ته وګورو هلته داسې راغلي، که چېرې يو هېواد په بل هېواد کې سفارت خلاصوي اوهلته ډيپلوماتان لېږي، نو بايد په خپل هېواد کې د مقابل هېواد سفارت هم ومني او ډيپلوماتان يې قبول کړي.»

سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

بلخوا اسلامي امارت تر اوسه د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د هېڅ هېواد له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی؛ خو د چين، روسيې، پاکستان، ايران، قطر، ترکيې او ځينې نورو هېوادونو سفارتونه په کابل کې پرانيستي دي.

د چارو یو شمېر کارپوهان په کابل کې د نورو هېوادونو د ډيپلوماتيکو استازوليو فعاليت ښه اقدام ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه