Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مرکزي سیلو د عوایدو زیاتوالی

د مرکزي سیلو تخنیکي مرستیال وايي تمه کېږي چې د روان لمریز کال تر پایه، د مرکزي سیلو عواید تر ۲۰۰ مېلیونه افغانیو زیاتوالی ومومي.

د سیلو دولتي شرکت تخنیکي مرستیال ذکریا رسولي په دې هکله وویل:«پاتې عواید د کال تر پایه به ۲۰۰ مېلیونو ته ورسېږي چې د تېر کال پرتله ۶،۶ سلنه وي.»

ورته مهال د مرکزي سیلو چارواکي وايي چې دوی په تېر یوه کال کې د دولتي بنسټونو، پوهنتونونو د ډوډۍ د پخولو، ژرندې، او د غنمو د ساتلو په برخه کې فعالیت لرلی دی.

بلخوا د سیلو رییس له دولتي بنسټونو غواړي چې د مرکزي سیلو محصولات وپېري.

د مرکزي سیلو رییس منصور الله منصور څرګنده کړه:«د دولتي بنسټونو ټول کارکوونکي باید له موږ سره تړون وکړي چې د ټولو دولتي بنسټونو پر مېزونو د افغانستان خپل تولید چې کیک، کلچې او یا ډوډۍ ده، وي چې دا د اسلامي امارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې مرکزي سیلو د مالیې وزارت په همکارۍ او همغږۍ له ۳۰ کلونو وروسته د غنمو، اړو د زېرمې او د ډوډۍ، کیک، روټ او کلچې د پخولو په برخه کې خپل فعالتونه له سره پیل کړي دي.

د مرکزي سیلو د عوایدو زیاتوالی

د مرکزي سیلو رییس له دولتي بنسټونو غواړي چې د مرکزي سیلو محصولات وپېري.

تصویر بندانگشتی

د مرکزي سیلو تخنیکي مرستیال وايي تمه کېږي چې د روان لمریز کال تر پایه، د مرکزي سیلو عواید تر ۲۰۰ مېلیونه افغانیو زیاتوالی ومومي.

د سیلو دولتي شرکت تخنیکي مرستیال ذکریا رسولي په دې هکله وویل:«پاتې عواید د کال تر پایه به ۲۰۰ مېلیونو ته ورسېږي چې د تېر کال پرتله ۶،۶ سلنه وي.»

ورته مهال د مرکزي سیلو چارواکي وايي چې دوی په تېر یوه کال کې د دولتي بنسټونو، پوهنتونونو د ډوډۍ د پخولو، ژرندې، او د غنمو د ساتلو په برخه کې فعالیت لرلی دی.

بلخوا د سیلو رییس له دولتي بنسټونو غواړي چې د مرکزي سیلو محصولات وپېري.

د مرکزي سیلو رییس منصور الله منصور څرګنده کړه:«د دولتي بنسټونو ټول کارکوونکي باید له موږ سره تړون وکړي چې د ټولو دولتي بنسټونو پر مېزونو د افغانستان خپل تولید چې کیک، کلچې او یا ډوډۍ ده، وي چې دا د اسلامي امارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې مرکزي سیلو د مالیې وزارت په همکارۍ او همغږۍ له ۳۰ کلونو وروسته د غنمو، اړو د زېرمې او د ډوډۍ، کیک، روټ او کلچې د پخولو په برخه کې خپل فعالتونه له سره پیل کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه