الهام نبي زاده او مومنه چې د هرات او بلخ ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې یې څه باندې ۳۴۸ نمرې اخیستې دي.
د الهام نمرې د سږ کال کانکور له عمومي اول نمره سره اووه نمرې توپیر لري.
الهام نوولس کاله عمر لري او د هرات ښار له هاتفي ښوونځي فارغه شوې ده. نوموړې د ۳۴۸/۶ نمرو په اخیستو د هرات پوهنتون طب پوهنځۍ ته بریالۍ شوې ده.
د کانکور ازموینې ګډونواله الهام نبي زاده وايي:«دا ستره بریا ده نه یوازې زما لپاره، بلکې د هغو ټولو نجونو لپاره چې په دغو سختو شرایطو کې درس وايي.»
هغه په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکې ده.
هغه زیاتوي:«سږکال چې موږ ازموینه ورکړه، راتلوونکی کال الله (ج) پوهېږي کله چې ښوونځي پرانیستل نه شي، د کانکور کومه ازموینه دې وي.»
د الهام نبي زاده مور ملیحه نبي زاده هم وايي:«داسې شپه نه وه چې د شپې تر یوې یې درس نه وي ویلی هره شېبه به کتاب او قلم ور سره و.»
مومنه بله هغه نجلۍ ده چې د سږ کال په کانکور کې یې له الهام وروسته د ۳۴۸.۳ نمرو په اخیستو سره دویم ځای خپل کړی دی.
نوموړې د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ له عابده بلخي ښوونځي فارغه شوې ده. مومنه هم د بلخ پوهنتون طب پوهنځۍ ته بریالۍ شوې ده.
د کانکور ازموینې ګډونواله مومنه وايي:«د الله په فضل او کرم او د دوستانو له دعا سره وتوانېدم دا لار کچ کړم او خپلې خوښې څانګې ته بریالۍ شم.»
د مومنې پلار محمد عارف هم وویل:«په واقعیت چې شرایط سخت و چې لور مې درس ووايي دوه لوڼې مې د بلخ طبي پوهنتون ته بریالۍ شوې دي او ان شاالله چې دا څانګه به ووايي.»
د کانکور د سږ کال په لسو غوره کسانو کې د هېڅ نجلۍ نوم نه و؛ خو د ډېریو نجونو نمرې له دغو لسو کسانو سره خورا کم توپیر درلود.
په دې اړه مو اندونه