Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ماشومانو ناوړه وضعیت په اړه د ماشومانو ژغورنې صندوق اندېښنه

د ماشومانو ژغورنې صندوق په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې راپور پر بنسټ، د اقلیم بدلون په افغانستان کې اویا سلنه ماشومان له بېلابېلو ستونزو په تېره بیا له سختو کارونو سره مخ کړي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د افغانستان په کلیو او بانډو کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان ژوند کوي او ډېری یې پر کرنیزو او مالدارۍ چارو تکیه دي.

د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «اقلیمي بدلون هغه ماشومان چې کورنۍ یې پر کرنیزو چارو تکیه دي او شمېر یې هم ۱۳ اعشاریه ۲ میلیونو ته رسېږي، له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. داسې پتېیل کېږي چې، په دغه هېواد کې بې سارې وچکالي به ۲۰۲۳ کال ته هم وغځېږي. د اوړي سیلابونو څه باندې ۸۵ زره جریبه ځمکه ویجاړه کړې او څه باندې ۷۵۰۰ څاروي یې تلف کړي او د خلکو ورځ یې لاپسې ترخه کړې ده.»

له دې سره سم یو کارګر ماشوم احمد وايي: «زموږ په کور کې څوک کار نه‌کوي، پلار مې سپین‌ږیری دی. یوازې زه کار کوم، سم کار هم نه‌کېږي، اقتصادي ستونزې هم ډېرې دي.»

یو کارګر ماشوم علي رضا زیاتوي: «زموږ ستونزې ډېرې دي. له لسو تر یوې بجې پورې ښوونځي کې یم، بیا دوه بجې راځم، په هټۍ کې کار کوم.»

له دې سره سم، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې هم په یوه راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په تړاو اندېښنه ښودلې ده. راپور کاږي، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه کسان د خوړو له شدید نه مصونیت سره مخ دي.

د اقتصادي چارو کارپوه شکیب میر وايي: «په افغانستان کې د تېر کال سیاسي بدلونونه د دې لامل شول چې پانګونه، کار او اقتصادي فعالیت سخت زیانمن شي او دا کار په افغانستان کې د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او د خوړو د کمښت د ډېرېدو سبب شو.»

د اقتصادي مسايلو کارپوه عبدالناصر رښتيا زیاتوي: «افغانستان بايد د نړۍ له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي، څو د ٢٠٠٧ کال په څېر يو ځل بيا په پراختيايي برخو کې د نړيوالو مرستو او بشري مرستو د بيا پيل شاهدان واوسو.»

تر دې مخکې نړۍوال بانک اعلان کړی چې د افغانستان په کورني ناخالص تولید کې څه باندې ۵ میلیارده ډالره کمښت راغلی او په روان زېږدیز کال کې به د دیرشو تر پنځه دېرشو منفي وده تجربه کړي او ورسره به دغه هېواد له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه