Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترافيکو عمومي رياست وايي په هېواد کې پنځه سلنه ترافیکي پېښې کمې شوي

د ترافيکي پېښو قربانيانو د ياد له نړيوالې ورځې سره هم مهال د ترافيکو د عمومي رياست مسوولین وايي، د تېر کال په پرتله په هیواد کې ترافيکي پېښې پنځه سلنه کمې شوې دي.

د ترافيکو د عمومي رياست د شمېرو له مخې، په تېرو اتو مياشتو کې له یو زرو شپږ سوه ډېرې ترافيکي پېښې ثبت شوي او په دې پېښو کې تر ٧٠٠ زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د کابل د ټرافیکو ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدالودود خیرخواه وايي: «په‌دې پېښو کې چې تاسو ته مې شمېرې درکړې، نږدې ۴۵۳ نارینه، ۷۲ ښځې او ۱۸۲ ماشومان مړه شوي.»

د دغه ریاست مسوولان وایي،چې په وروستیو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د ۱۶۴۸ ټرافیکي پېښو له منځه، ۵۴۸ پېښې خونړۍ وې چې په پایله کې یې ۷۰۷ تنه نارینه، ښځې او ماشومان وژل شوي او تر زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی خیرخواه وایي، چې یوازې په کابل کې په تېرو اتو میاشتو کې نږدې درې سوه ټرافیکي پېښې شوې دي.

د کابل د ټرافیکو ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدالودود خیرخواه وايي: «مسافر وړونکي موټر دي چې په‌دې کې ۴۰۴، ۴۸۰ ډوله وسایط او همداراز چټک تلونکي موټر لکه کرولا دي چې په ټوله کې چټک ځي.»

ټرافیکي پېښې او له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو چاودنې د یو شمېر خلکو د مرګ ژوبلې لامل ګڼل کیږي.

په دې لړکې هېوادوال د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره، د موټر چلوونکو د پاملرنې او ځیرتیا غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی عبدالواسع احمدزی  زیاتوي: «موږ یې وینو چې ۳۰۳ ډوله موټر دومره چټک ځي، هېڅ نه پوهېږو چې په کوم حالت یې ځغلوي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی  ظریف الله فرهمند وايي: «ټول مسافر چې پر دوی باور کوي، باید بشپړ دقت وکړي، ځکه د مسافرو ژوند د همدوی په لاس کې وي.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هرکال په نړۍ کې یو میلیون و درې سوه زره مېلیون تنه په ټرافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او ۵۰ مېلیون تنه نور ټپیانیږي او دغه پېښې د ځوانانو او ماشومانو د مړینې د اصلي لامل په توګه یادې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه