Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او پاکستان سرحدي ستونزو د حل لپاره د کمېټې جوړېدل

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي ستونزو د هواري لپاره د یوې کمېټې له جوړولو خبر ورکړی دی.

د سپین بولدک-چمن په سیمه کې د اسلامي امارت او د پاکستاني ځواکونو تر منځ تر نښتو وروسته د اسلامي امارت دغه ډېپلوماټ وايي، له دې وروسته به د دواړو غاړو تر منځ ټولې په فرضې کرښه ستونزې د دې کمیټې له‌خوا څېړل کېږي.

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب زیاتوي: «په دواړو خواوو کې چې په هره سیمه کې ستونزې رامنځ‌ته کېږي، باید د خبرو اترو له لارې حل شي او دواړو خواوو ته د ستونزو د حل لپاره کمېټه جوړه شوې ده.»

نوموړی وايي، دمګړۍ څه باندې ۲۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان په بندخونو کې دي او په وینا یې د هغو د خلاصون لپاره د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره خبرې روانې دي.

ښاغلي شکیب زیاتوي: «درې څلورو میاشتو راهیسي نیول کېږي او زندان کې پراته دي، تعداد یې دوه نیم زرو ته رسېږي یا له دې زیات و کم، په دوی کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي او دوه سپین ږیري چې عمرونه یې اوچت و، هغوی په زندان کې وژل شوي دي.»

د چارو ځينې شنونکي د ډېورند پر فرضي کرښې د ورته جګړو دوام د دواړو لورو په ګټه نه ګڼي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «غوره ده چې د طالبانو حکومت چارواکي له پاکستاني چارواکو او بهرنیو چارو وزیر سره خبرو اترو ته کېني او موضوع داسې حل کړي چې د دواړو په ګټه وي او داسې نه‌شي چې د افغانستان ګټې د پاکستان تر ګټو لاندې له منځه لاړې شي.»

له دې سره سم، د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ په جګړو کې دوی ته هم زیان اوښتی او په وینا یې ځینو خلکو د ناڅاپي جګړو د بیا پیل له امله خپلې مېنې پرېښې دي.

د پکتیا ډنډ پټان اوسېدونکی سیف الرحمن زیاتوي: «ډېر خلک په ستونزو کې و، ان تر دې چې خپل کورونه یې پرې ايښي وو او بې‌ځایه شوي وو.»

د پکتیا ډنډ پټان اوسېدونکی زلمی وايي: «د جګړو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واښتل او د خلکو کورنه په مرمیو او توپونه لګېدلي او یا خلک زخمیان شول.»

په تېره یوه میاشت کې په سپین بولدک- چمن او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ ۳ ځلي د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده.

له دې سره سم، د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ په جګړو کې دوی ته هم زیان اوښتی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه