Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستو لپاره د پوټزل غوښتنه

د یوناما مرستیال مارکس پوټزل له یوې المانۍ رسنۍ سره په مرکه کې افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي پوټزل د جرمني له «ار ان ډي» رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې لوېدیځ هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لري او ښه ده چې خپل سفارتونه د دغه هېواد د څارنې په پار پرانیزي.

د مارکس پوټزل په وینا، د افغانستان د حکومت نه په رسمیت پېژندل د دغو هېوادونو د سفارتونو د نه پرانېستل کېدو لپاره پلمه نه شي ګرځېدای.

مارکس پوټزل وویل:«زما غوښتنه دا ده، چې لوېدیځ هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي. کله چې دلته یاست، وضعیت ښه ارزولای شې، له برلین او دوحې نه کار کول سخت دي. جرمني او نور لوېدېځ هېوادونه په افغانستان کې ګټې لري، دا باید هېره نه کړي.»
                               
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«هغه بریدونه چې د روسیې پر سفارت، د پاکستان پر سفارت او د چینایانو پر هوټل وشول نور هېوادونه دې ته نه هڅوي چې خپل ډپيلوماټان په خطر کې واچوي.»
                                  
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج هم څرګندوي:«له هېوادونو سره ډپيلوماټيکې اړیکې تامین شي او په دې درشل کې بالاخره کولای شي د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.»

خو اسلامي امارت د سفارتونو پرانېستل کېدل له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو په ښه والي کې مهم بولي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«په دې هکله باید ووایم چې هو دا یو ښه ګام دی او د اړیکو په پراختیا او پياوړتیا کې ډېر اغېزناک او ګټور به پرېوزي او هر ګام چې واټنونه له منځه یوسي او د مسایلو د حل لپاره لار هواره کړي باید تعقیب شي.»

تر اوسه د ګاونډيو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په کابل کې د چین، روسیې، پاکستان، قطر، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو سفارتونه پرانېستې دي.

اسلامي امارت د سفارتونو پرانېستل کېدو په هکله د یوناما د مرستیال څرګندونې ستايي او له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو په ښه والي کې مهم بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه