Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغاستان کې د نجونو پر زده‌کړو د ایران او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار

د ترکیې د بهرنیو چاو وزیر له خپل ایراني سیال سره په یوې ناسته کې په افغانستان کې د ښځو لپاره د زده کړو او کار زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.

د ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شبنه پر ورځ په ترکیه کې وویل چې له زده کړو نه د نجونو محرومول هېڅ شرعي توجیه نه لري.
   
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل:«په افغانستان کې مو د ماشومو نجونو د زده کړو د محدودیت او د ښځو د کار د ممنوعیت په تړاو د خپل نظر یووالی تایید کړ، موږ به په دې تړاو له طالبانو سره تعامل او د اړتیا پر مهال د اسلامي همکاریو د سازمان تر چتر لاندې خپل کار ته دوام ورکړو. زموږ دین، اسلام زده کړه نه ده منعه کړې دی، برعکس د زده کړې سپارښتنه کوي، نو دا کار زموږ د دین پر خلاف او غیر انساني دی.»
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټرېش په یوه ټویټ کې لیکلي دي، چې اوس‌مهال په نړۍ کې ۱۱۸.۵مېلیونه نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې دي.

د هغه په وینا چې هېڅ شی له زده کړو نه د نجونو محرومیت نه شي توجیه کولای.
 
د ښځو د حقونو فعاله  مریم معروف آروین وايي:«په افغانستان کې واکمنه ډله باید متوجه وي هر څومره چې موږ د ښځو د حقونو او ازادویو په هکله د محکومیتونو او محرومیتونو شاهد واوسو په هماغه کچه به د غبرګونونو شاهد واوسو.»
  
زده کوونکې هما هم وویل:«یوه له هغو نجونو یم چې دوه کاله کېږي ښوونځي زموږ پر مخ تړلي دي او له ډېرو ستونزو او ننګونو سره توانېدلې یم چې په ښوونیزو مرکزونو کې خپلو درسونو ته دوام ورکړم.»

بله زده کوونکې زهرا هم څرګندوي:«دا ډول بندیزونه چې په ښځيه‌وو یې وضع کړي دي نو باید لېرې یې کړي او د ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیزي.»

د ښځو پر کارولو او تحصیل د بندیز په تړاو د اسلامي امارت فرمانونه له ډېرو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي دي، خو سرپرست حکومت ویلي دي، چې دغه بندیز دایمي نه دي او د بشپړو اسلامي شرایطو په تامین سره د ښځو د تحصیل او کار زمینه برابرېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه