Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان په تړاو ناسته جوړوي

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان په تړاو ناسته جوړه کړي.

متحده عرب اماراتو، جاپان او فرانسې د دغې ناستې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

 په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د ماموریت ویانده وایي، چې دغه غونډه به د جمعې په ورځ د امنې محمد په حضور سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې جوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د ماموریت ویانده شهاد مطر وايي:«په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو مرستیاله امنه محمد افغانستان ته د خپل کړي سفر ارزونه وکړي او د افغانستان د وضعیت او د هغو پيغامونو په تړاو به هم خبرې وکړي چې د سرپرست حکومت چارواکو ته یې وړاندې کړي دي.»

تر اوسه د هېوادوانو او د ملګرو ملتونو له لوري د هېواد د وضعیت په تړاو نږدې لس سیمه ییزې او نړۍوالې غونډې شوې دي؛ خو پوښتنه دا ده، چې ولې دغو غونډو د افغانستان بنسټيزې ستونزې نه دي حل کړي.

د افغانستان د ملي پیوستون د نهشت مشر سیداسحاق ګیلاني وايي:«ځکه چې اسلامي امارت په هغې غونډه کې نشته او هغوی چې هره پرېکړه وکړي هغه د اسلامي امارت لپاره د منلو نه ده. که چېرې د دوی (اسلامي امارت) استازی وي، بیا هغه وخت شونې ده چې له لسو وړاندیزونو پنځه یا شپږ وړاندیزونه تطبیق شي او نور نه، او اړینه هم نه ده چې د هغوی ټولې غوښتنې ومنل شي.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي هم څرګندوي:«نړۍواله ټولنه او د ملګرو ملتونو سازمان نه شي کولای چې پر افغانستان د دردمنو حاکمو شرایطو په هکله بې تفاوته وي، خو د دغو غونډو نه بریالیتوب او نه اغېزمنتیا، له ګواښ پرته د طالبانو د نه نرمښت له امله دی.»

خو اسلامي امارت د دغه راز غونډو له جوړونکو غواړي چې له سرپرست حکومت سره د همکارۍ لار غوره کړي. 
          
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«په نړۍوالو غونډو کې هم، موږ د دې غوښتونکي یوو چې د افغانستان له خلکو او اسلامي امارت سره د همکارۍ روحیه رامنځته شي. ځکه همکاري او تفاهم کولای شي چې موږ یې مثبتې پایلې ته ورسوي. او د فشارونو راوړل او ځينې بدګومانۍ چې رامنځته کېږي طبعاً د حل لارې نه دي او اغېزناکې به هم نه وي.»

تر دې وړاندې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دي، چې تمه کېږي، په راتلونکو میاشتو کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه شي. د هغه په وینا، د دې غونډې مسایل به تر ډېره د افغانستان له خلکو سره پر مرستې راټول وي.
 
اسلامي امارت د دغه راز غونډو له جوړونکو غواړي چې له سرپرست حکومت سره د همکارۍ لار غوره کړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه