Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مارچ په اتمه کابل کې د ښځو لاریون

یوې ډلې ښځو نن (چهارشنبې، د کب په ۱۷مه) د کابل په یوې سیمه کې په لاریون لاس پورې کړ او ښځو ته د زده‌کړې او کار زمینې د برابرېدو غوښتونکې شوې.

په دغې لاریون کې چې د ښځو د نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله شوې وه ښځې وايي چې په هېواد کې له ټولنیز ژونده ایستل شوې دي.

دوی د ښځو په وړاندې د محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتونکې دي.

د ښځو خود جوشه غورځنګ غړې ژولیا پارسي وايي:«زموږ د ننني لاریون موخه دا وه چې د مارچ اتمه ده؛ خو په افغانستان کې ښځې حق نه لري چې دغه ورځ ولمانځي او موږ هغه ښځې یوو چې ټول په کور کې زنداني یوو او ورځ په ورځ بندیزونه زیاتېږي.»

دغو معترضو ښځو په یوه پرېکړه‌لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې، د افغان ښځو ستونزې هېرې نه کړي.

د ښځو خود جوشه غورځنګ غړې صفیه عارفي څرګندوي:«موږ غواړو چې د خپل د کار له حقه استفاده وکړو. د ټولې نړۍ د ښځو په څېر د کار حق ولرو موږ کولای شو په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار وکړو.»

لاریونواله لیلا بسیم وویل:«له نړۍوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د ښځو د وضعیت په برخه کې لازمه پاملرنه ولري.»

مرغلرې فقیرزۍ څرګنده کړه:«نن د کلپ، د ښوونځي، د پوهنتون، د تفریح‌ځای دروازې او ټولې دروازې چې د ښځو او ټولو خلکو لپاره نعمت دي، تړلې دي.»

له بل لوري د اسلامي امارت ویاند وايي، په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د نجونو او ښځو حقونه خوندي شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دې وروستیو کې ویلي چې، له زده کړو د نجونو منعه کېدل دایمي نه دي او یوازې تر ثاني امره ځنډول شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه