د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په خپل نوي رپوټ کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لیسو تړل پاتې کېدل غندلي دي.
په دغه رپوټ کې راغلي چې د منځنیو ښوونځیو او لیسو تړل پاتې کیدل دیني او دودیزه توجیه نه لري.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه:«په افغانستان کې د ښوونځیو تړل د نه توجیه وړ او د نجونو او ښځو له لومړنیو حقونو سرغړونه ده.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه پر اوسني افغان چارواکو غږ کوي چې ژر تر ژره د هلکانو او نجونو، ښځو او نارینهوو لپاره په هره کچه ښوونیز مرکزونه پرانیزي او د افغانستان د پرمختګ د یوې حیاتي برخې په توګه د پوهنې په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي. له زدهکړو د نجونو د ممانعت لپاره هېڅ ديني، دودیزه یا عرفي توجیه نشته.»
په داسې حال کې چې په نوي لمریز کال کې د نجونو پرمخ د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي خلاص نه شول، اوس یو شمېر نجونې زده کوونکو د انلاین زده کړو په مرکز کې خپلې زده کړې پیل کړې دي.
صوفیه، چې یوه له همدغو زده کوونکې ده، وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو د نه پرانېستل کېدو له امله نهیلې شوې ده.
د انلاین زدهکړو د یوه مرکز زدهکوونکې صوفیه وايي:«واقعاً په دغو شرایطو کې چې موږ ښوونځیو، پوهنتون ته له تګه او یا په په کورسونو کې له ګډونه منع شوي یوو، انلاین کورسونه د افغان ښځو او نجونو د زده کړو د دوام لپاره یو ښه فرصت دی او په همدې امله غواړم چې په انلاین کورسونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. دا زما هیله ده چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. زما موخه همدا ده هره پېښه چې په افغانستان کې رامنځته شي، خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.»
بل خوا د دغه ښوونیز مرکز بنسټګره وایي، چې اوسمهال آنلاین زده کړې د افغان نجونو لپاره یوازینۍ انتخاب دی.
د مولانا د ښوونیز مرکز بنسټګره انیتا شېرزاد څرګندوي:«زموږ د فعالیت په هکله زما اصلي اندېښنه، د برېښنا پرېکون او د انټرنېټ نښلون دی. که چېرې یوه ورځ په افغانستان کې په بشپړه توګه انټرنېټ او برېښنا پرې شي، موږ ته جدي ستونزه رامنځته کوي او دا زما یوه له اصلي اندېښنو څخه وه چې تل مې لرلې ده.»
په دې لړ کې یو شمېر زده کوونکې نجونې وایي، چې لا هم د ښوونځيو پرانېستل کېدو ته هیلمنې دي او د ښوونځيو پرانېستو ته شېبې شماري.
زده کوونکې بهاره وايي:«موږ باید هیله منې واوسو، ځکه له هرې تورې شپې او د لمر له پرېوتو وروسته ورځ روښانه ده. له همدې امله باید هیله منې واوسو او خپل امید له لاسه ورنه کړو او په دغو شرایطو کې باید ځواکمنې واسوو.»
څه باندې اتلس میاشتې کېږي، چې نجونې متوسطو او لېسو ته له تلو راګرځول شوې دي، دغې مسئلې په پرلپسې توګه په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي.
په دې اړه مو اندونه