Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د شتون په اړه راپورونه رد کړل

د اسلامي امارت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مرکزي قومندانۍ حضور اړوند د بحران نړیوالې ډلې د لیکنې په غبرګون کې دغه ادعا بې‌بنسټه او له حقیقته لرې بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي، افغانستان او پاکستان ښې اړیکې لري، خو د بحران نړیواله ډله هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

ښاغلی مجاهد وايي: «د پاکستاني طالبانو ستونزه پاکستان پورې تړاو لري، افغانانو پورې اړه نه‌لري او که هغوی وغواړي چې د افغانستان له خاورې استفاده وکړي؛ نو موږ يې د استفادې اجازه نه ورکوو.»

تر دې مخکې د بحران نړیوالې ډلې په یوې تحلیلي مقاله کې ادعا کړې وه چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مرکزي قوماندۍ په افغانستان کې ده او په دې هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته پاکستان کې د دې ډلې بریدونه زیات شوي دي.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «دا یوه ستونزه ده، خو بیا هم د مسایلو حل په زور زیاتي نه کېږي او خپله پاکستان نړۍ ته وايي چې تاسو د طالبانو حکومت سره تعامل وکړئ؛ نو پاکستان باید دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: «زموږ هیله داده چې پاکستان دې د افغانستان په چارو کې مداخله نه‌کوي، دلته هېڅ داسې کومه ډله شتون نه‌لري چې د پاکستان امنیت لپاره ګواښ وي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی زیاتوي: «هېڅوک باید د ګاونډیو په دغو ادعاګانو باندې باور و نه کړي، ځکه پاکستان دلته ډېر رول لري چې غواړي افغانستان پرېنږدي چې په خپلو پښو ودرېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اسلام‌اباد د امنیتي مسایلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره په تماس کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه