د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست، د سیمې ځينو هېوادونو ته د خپل سفرونو نوی پړاو پيل کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې ته سفر کوي.
د خبرپاڼې له مخې، د توماس وېسټ سفر او لیدنې کتنې له تېرې سېشنبې پېل او تر راتلونکې سېشنبې به په دوام وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ به په دوحه کې له قطري دوستانو، د افغانانو د مدني ټولنې له مشرانو او د ماموریت له شریکانو سره لیده کاته وکړي. په متحده عربي اماراتو کې به ځانګړی استازی له خپل اماراتي سیال او له افغان سوداګرو او فکري شخصیتونو سره لیدنه وکړي. په اسټانبول کې به د افغانستان له سیاسي مشرانو، خبریالانو، د بشري متخصصینو او د بشري حقونو له فعالینو سره سلامشورې وکړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي:«ځانګړی استازی وېسټ دمګړۍ په سیمه کې د معلوماتو پر ورکړې بوخت دی؛ ځکه نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د پېچلو ستونزو د حل لارو د موندلو په لټه کې ده. دغه ستونزې په بشري چارو کې د ښځو د مشارکت د محدودېدو او له ملګرو ملتونو سره له همکاریو د مخنیوي په تړاو د طالبانو له وروستیو پرېکړو سره جدي شوې دي.»
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د ټولنې رییس حاجي عبیدالله صدرخېل په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«لکه څرنګه چې پخوا هم له ده سره لیدنې او کتنې لرلې. او بیا هم پلان لرو چې له ده سره وګورو او د تاجرانو په نمایندهګۍ ورسره خبرې وکړو. موږ مشکلات پخوا هم ده ته ویلي، هغه مشکلات مو واضع دي.»
له دې سره هممهاله د سیاسي چارو ځينې شنوونکي، د افغانستان لپاره د امریکا د استازي د ناستو پایله اغېزناکه نه ګني.
د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«یونیم کال وروسته په امریکا کې ولسمشر بدلون وکړي یا دا چې په افغانستان کې یو عمده بدلون راشي چې بیا د افغانستان په هکله د امریکا کړنلاه بدله شي. له هغې پرته، دغه سفرونه یوازې ډپيلماسي او دفترداري ده.»
پخوانی ډپيلوماټ نورالله راغي څرګندوي:«دا ډول سفر دوه موخې لري؛ یو لوري ته په امریکا او نړۍ کې د عمومي افکارو مدیریت دی چې ښاغلی ټام وېسټ یې په افغانستان کې د امریکا د استازي په توګه لري. خپله دنده ترسره کوي.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تر دې مخکې هم دوه ځلي د هند، متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان، سویس او جرمني هېوادونو ته ورته سفرونه کړي دي.
په دې اړه مو اندونه