د ازبکستان د سمرقند غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې او د نجونو او ښځو د حقونو پر رعایتېدو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې اعلامیه کې د سرپرست حکومت له اوسنیو چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار د دوام زمینه برابره کړي.
د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل، له ترهګرۍ سره مبارزه، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او د هغوی د کار او زده کړو د حق خوندېتوب له اسلامي امارته د نړۍوالې ټولنې غوښتنې ګڼل کېږي.
له دې سره هممهاله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې د یادې غونډې یو ګډونوال دی، ویلي، په افغانستان کې بېثباتي به د هېڅ هېواد په ګټه نهوي او په وینا یې اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه چمتو دی چې په سیمه کې خپل مسوولیتونه تر سره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي: «که په سیمه کې امن وي، افغانستان کې امن وي، افغانستان د سیمي لپاره د اتصال، اقتصاد او ټرانزیټ مرکز وي. موږ غواړو هغه افغانستان چې څلوېښت کاله بعد پهکې بېمثاله امن پهکې راغلی دی او هلته وضعیت مساعد دی، هم د تجارت لپاره، هم د سرمایهګذاري لپاره.»
د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څنډې کتنې د سمرقند غونډې بله برخه وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ټولګډونه حکومت په تړاو له سرپرست حکومته د سیمې غوښتنه د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په مانا نهده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي: «موږ یوویشت میاشتو راهیسي د ټولګډونه دولت په تمه یوو چې له تاسو خوږې خبرې واورو.»
بل خوا، چین، روسیې، ایران او پاکستان په یوې ګډې اعلامیه کې لیکلي، د افغاستان ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او حاکمیت ته درناوی کوي.
دې هېوادونو دغه راز په افغانستان کې له سولې او ټيکاو، اقتصاد او پانګونې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د سیاسي چارو کارپوه محمد رحیمي وايي: «د دې ناستو اساس د همدې دوو موضوعاتو څارل دي چې هم وکولای شي ګواښونه له منځه یوسي او هم وکولای شي د تړونونو او هوکړهلیکونو له لارې د افغانستان له شرایطو خپلې اقتصادي ګټې تر لاسه کړي.»
د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو څلورمه دوه ورځنۍ غونډه د اتو هېوادونو په ګډون د ازبکسان په سمرقند کې جوړه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه