د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیبالله اغا چې پنجشېر ولایت ته تللی ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې د مناسبو شرایطو د نشتون له امله تړلي پاتې دي.
د پوهنې وزارت سرپرست په دغه سفر کې زیاته کړې چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره به وروستۍ پرېکړه به د هېواد دیني علما وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرست وايي:«کله چې شرایط مساعد شي، د شریعت د احکامو په مطابق به انشاالله او تعالی د ملت او علماوو کرامو په همکارۍ به پرانیستل شي.»
سید حبیب الله اغا د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره پنجشېر ولایت ته سفر کړی دی.
نوموړي د دې په هکله چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو پرېکړه څوک وي وویل:«دا مسئله علماوو ته سپارل شوې او کله چې علماوو په خپل منځ کې مشوره وکړه، اجماع او اتفاق یې وکړ، په هر څه یې چې سلا وکړه، د اسلامي امارت چارواکي به انشاالله د علماوو څرګندونې به عملي کړي.»
په همدې حال، د پنجشېر سیمهییز چارواکي په دغه ولایت کې د جهادي مدرسې له جوړېدو هرکلی کوي او وایي چې دغه مدرسه د څه باندې زرو زده کوونکو ظرفیت به ولري.
د پنجشېر والي محمد محسن هاشمي په دې هکله وویل:«د پنجشېر ولایت ته د افغانستان د ټولو ولایتونو ترڅنګ یو شان ونډه ورکړل شوې. یوه جهادي مدرسه چې زر ته زده کوونکي به ولري جوړېږي.»
پنجشېر کې دیني عالم عبدالله سدید هم وايي:«بله دروازه یې پرانیسته، کهچېرې د چا ښوونځی او پوهنتون نه خوښېږي، ډېر ښه او خوند ورکوونکی او راحته بستر ورته مدرسه ده. هیله لرم چې له دغې مدرسې مو په پراخه کچه استفاده کړې وي.»
د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړې چې د اسلامي امارت د مشر د سپارښتنې پر بنسټ په ټول هېواد کې جهادي مدرسې جوړې شوي دي چې په کې ځوانانو ته د اسلامي امارت د مخکې دورې درسي نصاب زدهکړې ورکول کېږي.
په دې اړه مو اندونه