د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نړۍوالو غونډو ته د اسلامي امارت د استازي د بلل کېدو پر اړتیا یوځل بیا ټينګار وکړ.
ارګ په یوې خبرپاڼه کې د یوناما د رییسې له خولې ویلي په راتلوونکو غونډو کې چې د افغانستان په تړاو جوړېږي، له سرپرست حکومت سره د جوړونکي تعامل د وام په هکله به خبرې اترې وشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یوناما له رییسې زرا اوتونبایوا سره په لیدنه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.
د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د مطبوعاتو او تشریفاتو عمومي رییس محمد حسن حقیار وايي، یوناما به په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې له افغانستان سره د رغنده تعامل په دوام او له نشه يي توکو سره د مبارزې د بریالي ماموریت په اړه خبرې اترې وکړي.
محمد حسن حقیار طلوعنیوز ته وویل:«همدا راز پرېکړه وشوه چې په نږدې ورځو کې شاید د دوحې د تېرې ناستې په څېر د ملګرو ملتونو له خوا نه د افغانستان په اړه همداسې یوه ستره غونډه جوړه شي چې په هغه کې به اسلامي امارت ته هم بلنه ورکول کېږي.»
د اسلامي امارت چارواکو د یوناما له رییس او سیاسي مرستیال غوښتنه کړې، چې د اسلامي امارت استازی باید راتلونکو غونډو ته ور وبلل شي او په ټولو مسایلو کې د تفاهم او تعامل لاره غوره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ستانه ګل شیرزاد هم وویل:«د رسمیت پېژندلو مسئله، تقریباً ټولو نړۍوالو په یوه اواز په دې پورې مربوطه کړه چې طالبان باید نړۍوال تعهدات پوره کړي.»
بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي، چې د یوناما دفتر باید د افغانستان اوسنی اسلامي نظام له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه وباسی.
د سیاسي چارو شنونکی محمد هاتف مختار وویل:«غوره لار دا ده چې امریکا ته ووايي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې راخلاصې کړي. د افغانستان اوسنی نظام دې له سیاسي، اقتصادي او نړۍوال انزوا نه وباسي.»
د سیاسي چارو شنونکی بلال احمد فاطمي څرګنده کړه:«دوی (د دوحې غونډې ګډون کوونکو) پر بنسټیزو مسایلو چې د افغانستان په موضوع پورې اړه لري، بحث ونه کړ چې د همدغه اوسني نظام بدلون دی. د ټولګډونه او پراخبنسټه حکومت جوړېدل دي. اساسي قانون دی. د ښځو حقوق او ښوونځي دي.»
که څه هم تر اوسه نړۍوالې ټولنې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینې هېوادونه په کابل کې ډیپلوماټیک فعالیتونه لري او اسلامي امارت هم ځینو هېوادونو ته خپل ډیپلوماټان استولي دي.