Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت له لوري د بښنې نړیوال سازمان د راپور ردېدل

د بښنې نړۍوال سازمان او د حقوقپوهانو نړۍوال کمېسیون د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر څېړنې ټینګار لري.

د بښنې نړۍوال سازمان په یوه نوي راپور کې پر هغه څه چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو څنډې ته کول ګڼي نیوکې کړي او پر ښځو د هر ډول محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

په دغه راپور کې ادعا شوې ده، چې د جنسي ځورونې ځينې پېښې هم شوې دي.

د بښنې د نړۍوال سازمان د سویلي اسیا د برخې څېړونکی زمان سلطاني وايي: «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له‌خوا لګول شويو محدودیتونو په حقیقت کې د دوی د ژوند ټولې برخې اغېزمنوي.»

خو اسلامي امارت په‌دې تړاو وایي، د شریعت په رڼا ک د ښځو او نجونو حقونه خوندي شوې دی. ذبیح‌الله مجاهد وایي، د اسلامي امارت په نظام کې ښځې له تعرض او ځورونې خوندي دي، نوموړی دغه راپور له کینې ډک ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «دغه له کینې ډک دی او موږ یې ردوو. دوی باید واقعیتونه درک کړي، ښځې د اسلامي امارت تر واک لاندې په پت او عزت کې دي، له تیري او ځورونې خوندي شوي او د حکومت په اډاکه کې کار کوي. زموږ زرګونه خویندې په روغتیا، ښوونې او نورو ټولنیزو برخو کې کار او فعالیت کوي.»

بل‌خوا، په هېود کې ښځې له سرپرست حکومته غواړي، چې د زده کړو، تحصیل او کار اجازه ورکړي.

زده کوونکې ریحان صدیقي وايي: «له اسلامي امارته دا غوښتنه لرو چې ښځو ته د کار او دندې زمینه برابره کړي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»

زده کوونکې دیبا پویا زیاتوي: «ځینې ښځې شته چې د خپل کور لګښت پر خپله غاړه لري، باید خپله خپل لګښت ورکړي، په همدې خاطر چې کله ښځې دا وړتیاوې و نه‌لري، طبیعي ده چې پر کورنیو او اولادونو یې فشار راځي.»

بشري مسایل او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو خوندېتوب د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالې ټولنې یو شرط دی. دا هغه مسایل دي چې اسلامي امارت تل د افغانستان کورني مسایل بللي او له نورو هېوادونو یې غوښتې چې په دې برخه کې لاسوهنه و نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه