Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګالوپ نظر پوښتنه: ۹۸ سلنه افغانان له کړاوه ډک ژوند تجربه کوي

د ګالوپ په نوم یوې موسسې د یوې نظر پوښتنې په پایله کې په‌خپل راپور کې لیکلي چې ۹۸ سلنه افغانان له کړاوه ډګ ژوند تجربه کوي.

ګالوپ موسسې په‌دې راپور کې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ګډون په ۱۴۲ هېوادونو کې د خلکو د احساساتو او ژوند معلومات خپاره کړي.

په دغو احساساتو کې اضطراب، خفګان او غوسه شامل دي چې خلکو په تېر یوه کال کې د هغه څه له امله تجربه کړي چې د دوی په ژوند کې پېښ شوي دي.

د پوهنتون استاد حجت الله میرزايي وايي: «رواني امنیت ثبات، د قانون پلي کېدلو، د وګړو ازادۍ او د کار موندنې تر څنګ د زده‌کړې زمینې برابرېدو ته اړتیا لري.»

ورته مهال، د پلازمېنې یو شمیر اوسېدونکي بیا وايي، د  اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې د فقر له زیاتېدو سره ژوند ډېر خراب شوی دی.

محمد نعیم چې ۱۶ کاله یې زده کړې کړي، خو اوس اړ دی چې د سړک پر سر کار وکړي.

د کابل اوسېدونکی محمد نعیم وايي: «سره له دې چې زده‌کړې لرم، څلورو کباړو پسې ګرځم؛ نو زما پر ذهن به څه اغېز ولري، دا زه نه‌، تاسو ډېر ښه پوهېږئ. هغه شخصیتونه چې زما خبرې اوري، هغوی ته دې هم زما خبرې ورسېږي چې یو لوستی چې څلورو کباړو پسې ګرځي، زما حالت به څنګه وي او پر ذهن به مې څومره اغېز کوي.»

د کابل اوسېدونکی احمدضیا وايي: «بېخي لیونیان شوي یوو، رواني لیونیان یوو، نه پوهېږم چې چېرته روان یم، چېرته لمونځ کوم او چېرته یې خورم، دغه ډول تېرېږي، څه وکړم. ټول په همدې بې‌وزلي او بې‌روزګاري کې یوو.»

اسلامي امارت بیا د ګالوپ د راپور په ردولو سره وايي، د افغانانو وضعیت د تېر پر تله ښه شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «موږ د ګالوپه دغه نظر پوښتنه ردوو، هغوی د کوم معیار پر بنسټ څه نه‌دي ویلي او نه هم اعتبار لري، ګالوپ مخکې هم د افغانستان پر وړاندې پروپاګند کاوه.»

د ګالوپ د راپور پر بنسټ، هغو افغانانو چې په‌دې ټولپوښتنه کې ګډون کړی ویلي وو چې په ۲۰۲۲ کال کې یې نوي څه نه‌دي زده کړي او ښه احساس یې هم نه درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه