Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: افغانستان امن دی او باید د «امن سیمې» په توګه وپېژندل شي

اسلامي امارت په افغانستان کې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال راپور رد کړ.

ذبیح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په دوه کلنه موده کې له افغانستانه هيڅ هیواد ته کوم ګواښ نه دی پېښ شوی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: « اسلامي امارت د ټولو هغو پدیدو پر وړاندې چې هېواد کې ناامنۍ ته لمن وهي مبارزه پیل کړې ده او دغې مبارزه ګټه هم کړې ده. افغانستان اوس امن دی او له دغه ځایه نورو ته د ګواښونو پېښېدلو اندېښنې بې ځایه دي. ټوله نړۍ باید افغانستان د امن سیمې په توګه و پیژني.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال په راپور کې ادعا کړې چې د القاعدې، داعش او سیمه ییزو ترهګرو ډلو عناصر لا هم په افغانستان کې « فعال» دي.

د ترهګرۍ په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال په کلني راپور کې ویل شوي: « په افغانستان کې د القاعدې، داعش او نورو سیمه ییزو ترهګرو ډلو عناصر فعال پاتې شول.

داعش-خراسان د افغان ملکي وګړو په ځانګړې توګه د شیعه ټولنې د غړو او طالبانو پر وړاندې ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکړ. په ۲۰۲۲ کال کې، داعش-خراسان په پاکستان، تاجیکستان او ازبیکستان کې بریدونه وکړل او پر لوېديځ  د برید کولو لپاره یې خپله جاطلبي وساتله.

القاعدې او ورسره تړلو ډلوپه ځانګړې توګه د هند په نیمه وچه کې القاعدې لا هم پر امریکا د برید پلان درلود، خو له افغانستانه یې په مستقیم ډول پر امریکا د برید توان نه درلود.»

خو د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو دغه راپور د افغانستان په تړاو د دغه هېواد له سیاسي لیدلورو خالي نه دی.

پوځي شنونکي، اسدالله ندیم و ویل: «د ترهګرۍ په اړ د امریکا راپورونه چې په کلني یا ربع واره توګه خپریږي، د امریکا حکومت د سیاسي لیدلورو او دریځونو څخه خالي نه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري، خو اسلامي امارت تل دغه ادعا رد کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه