Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بې‌وزلي؛ ځینې ماشومان د کافي خوړو د نه‌شتوالی له کبله په خوارځواکۍ اخته شوي

د پلازمینې یو شمېر کورنۍ وایي، د بې‌وزلۍ او کافي خوړو د نه‌شتوالي له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

درې کلن سید رحمان پر خوارځواکۍ اخته دی. د دغه ماشوم پلار وايي، د ۱۰ کسیزې کورنۍ یوازېنی سرپرست دی او زوی یې ځکه پر خوارځواکۍ اخته شوی چې خپلو ماشومانو ته کافي خواړه نه‌شي برابرولی.

د ناروغ پلار خان زاده وايي: «وروستی ماشوم مې دغه ډول شوی دی، شیدې یې څښلې، نه هغه او نه یې مور ته کافي خواړه رسېدل، په همدې خاطر ناروغ شو.»

د ناروغ مور فرشته وايي: «مېړه مې د ورځې ۵۰ تر ۶۰ افغانۍ پیدا کوي او ځینې وخت هېڅ نه‌شي پیدا کولی، بیا نه د غرمې او نه شپې خوراک لپاره څه لرو.»

د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال صندوق، د لوږې پر وړاندې د مبارزې په تړاو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، افغانستان د هغو ۱۵ هېوادونو په کتار کې دی چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال صندوق د ویډیو په یوې برخه کې راغلي: «افغانستان یو له هغو ۱۵ هېوادونو دی چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او د خوړو ناامني د دې لامل شوې چې په افغانستان کې ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي. موږ په بېړنۍ توګه داسې مرستو ته اړتیا لرو چې د مېلیونونو هغو ماشومانو او کورنیو ژوند وژغورو چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.»

د ماشومانو د ملاتړ د نړۍوال صندوق د روغتیا برخې مسووله بیا وايي، دوی به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د بېړنۍ روغتیايي غبرګون پروژې ته دوام وکړي.

فوزیه شفیق وايي: «دا پرژوه، اوس‌مهال د افغانستان لپاره ډيره مهمه ده. موږ ټول له هغه اقتصادي ناورینه خبر یو چې افغانستان ورسره له تېر یوه کال راهیسې مخ دی. موږ پوهیږو چې ډيری افغانان په فقر کې ژوند کوي. موږ پوهیږو چې خلک وزګاره او بې ځایه شوي دي. موږ یوازې په تېر کال کې دغه ډول څو ناروغۍ ثبت کړې دي.»

د عامې روغتیا وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ زېږیز کال کې، په افغانستان کې نږدې ۳ مېلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه