Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف: شپېته سلنه افغان نجونې له لومړنیو زده‌کړو بې‌برخې دي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» وايي، له تېر زېږیز کال راهیسې په افغانستان کې ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان چې د زده‌کړو عمرونه یې بشپړ کړي، له لومړنیو زده‌کړو لرې پاتې دي.

یاد سازمان د مېکس (اېم‌ای‌سي‌اېس) په نوم د یوه بنسټ د سروې له مخې په یوې اعلامیه کې زیاتوي، دغه زده‌کوونکي په ښوونځيو کې نوم‌لیکنه کوي، خو بیا هم په ټولګیو کې حاضر نه‌دي.

له ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «د کلونو پخوانۍ جګړو او د زېربناوو کمزوي، ځینې ښوونځي د ماشومانو لپاره نامحفوظ کړي دي. ډېری عامه ښوونځي مناسب ټولګي، وړ ښوونکي، د ښوونځي تجهیزات او داسې ځایونه نه‌لري چې ماشومان په‌کې خپل لاسونه ومینځي.»

د یونېسف د اعلامیې له مخې، جاپان په افغانستان کې له زده‌کړو د ملاتړ په موخه لس مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

خو د بشري حقونو د څار بنسټ، د ښځو برخې مرستیاله، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو په مساله کې د نړۍوالې ټولنې پر غبرګون نیوکه کوي او وايي، نړۍ باید د نجونو د زده‌کړو موضوع ته جدي پام وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مرستیاله هېدر بار وايي: «د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د زده کړو ممنوعیت په تړاو د نړۍوالې ټولنې غبرګون ډېر ناهیلې کوونکی دی. نړۍواله ټولنه تر ډېره دې ته لېواله ده چې د طالبانو پر مبهمو ژمنو باور وکړي، که څه هم داسې هېڅ یو سند نه‌شته چې طالبانو دې پر خپلو کړو ژمنو عمل کړی وي.»

د پوهنتون استاد فهیم چکري وايي: «باید اسلامي امارت دوی ته د حل په موخه یوه تل‌پاتې منظمه او مناسبه طرحه پیدا کړي، څو نړۍوال بنسټونه د زده‌کړو، تعلیم او تحصیل په برخو کې هڅه وکړي او د افغانانو ښې راتلونکې لپاره ګټوره پایله ولري.»

ورته مهال، یو شمیر نجونې زده‌کوونکې بیا د اسلامي امارت له مشرتابه غواړي چې دوی ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړي.

زده کوونکې حسنا رحیمي وايي: «هیله لرم، هغه نجونې چې اوس په کورونو کې دي او نه‌شي کولای درس ولولي، بېرته درس ولولي او ښوونځیو ته لاړې شي او دروازې یې پر مخ پرانیستل شي.»

زده کوونکې زینب شیرزاد زیاتوي: «راځئ داسې کار وکړو چې له نجونو لیک او لوست وانخلو، اناث طبقه چې نجونې او ښځې دي، موږ دا حق نه‌لرو چې دوی له زده‌کړو بې‌برخې کړو.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د جاپان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له سرپرست حکومت سره پر تعامل او د زده‌کړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه