Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د څښاک اوبو له کموالي د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکو اندېښنه

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي د څښاک اوبو کموالي ته اندېښمن دي.

د دوی په وینا، د اوبو رسونې دولتي سېستم ته لاسرسی نه‌لري او د خصوصي شرکتونو د اوبو بیه هم څو برابره لوړه شوې ده.

د کابل اوسېدونکی شیر محمد وايي: «د خلکو ستونزې ډېرې دي، زنګ چې ورته ووهې، درې یا څلور ورځې وروسته دې د اوبو وار راسېږي، اوبه هم ډېرې ګرانې پلوري.»

د کابل یو بل اوسېدونکی شاه ولي وايي: «همدلته پراته یوو، هېڅوک مو پوښتنه نه‌کوي چې دلته څوک شته یا نه، دغه زموږ ستونزې دي، غواړو دولت راته پاملرنه وکړي.»

د پلازمېنې یو شمیر نور اوسېدونکي بیا وايي، د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو ته یې پیسې ورکړي، خو لا یې اوبه نه‌شته او دغه شرکتونه، ترې نورې پیسې هم غواړي.

د کابل اوسېدونکی لیاقت علي وايي: «یوه نیمه میاشت وشوه چې اوبه نه‌لرو، کومې اوبه چې راځي، هغه هم د کارولو نه‌دي او نه زموږ په درد خوري. له دې سره سره، بیا هم راشي، وايي، تړون مو وغځوئ، که نه، اوبه درباندې بندېږي.»

د کابل اوسېدونکی فقیر حسین زیاتوي: «یو ځل یې پر موږ نلکه وپلورله ویل، تړون مو پوره شوی دی او موږ ته پیسې راکړئ، له ناحیې خبرتیا راغله چې پیسې مه ورکوئ.»

خو د اوبو رسونې دولتي شرکت وايي، د کابل په ګډون په ۲۳ ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۵۰ زره مشترکینو دولتي اوبه وېشي.

د اوبو رسونې دولتي شرکت د پلان او عملیاتو امر سردار ولي ملکزی وايي: «په ټوله کې ۲۵۰ زره ګډون کوونکي لرو، که په هره کورنۍ کې لس کسان په پام کې ونیسو، د اوبو رسونې دولتي سېسټم تر پوښښ لاندې څه باندې دوه نیم مېلیونه کسان راځي.»

له هڅو سربېره ، د اوبو رسونې د خصوصي شرکتونو د کره شمېر په تړاو د اوبو او انرژۍ وزارت او د اوبو رسونې د دولتي شرکت مسوولان څه نه وايي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه