Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي: د فرهاد بند جوړېدو چارې دې پیل شي

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي له سرپرست حکومت څخه غواړي چې په دې ولسوالۍ کې د فرهاد په نوم د اوبو بند د جوړولو د چارې پیل کړي.

احمد جان د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې له کلونو راهیسې په کرنې بوخت دې خو پرله پسې وچکالیو او روان کال کې هم د اورښتونو کمښت اندېښمن کړی دی او وایي چې په دوه جریبه ځمکه کې یې د بینډیو حاصلات د وچېدو په حال کې دي.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي احمد خان و ویل: « د نوزاد په ولسوالۍ کې چې زموږ کلی و پخوا یې اوبه درلودې، خو اوس مو ټول باغونه وچ شول یوازې یو کوچنۍ باغ راپاتې دی چې دی هم د وچېدو په حالت کې دی.»

د نوزاد ولسوالۍ ځینې نور وسېدونکي هم د وچکالیو له دوامه اندېښنه څرګندوي او وایي چې په وروستیو کلونو کې سلګونه کورنۍ له دې ولسوالۍ څخه کډې کولو ته اړې شوي دي.

دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي چې په دې ولسوالۍ کې د فرهاد په نوم د اوبو بند جوړولو سره، د اوبو د کمښت او وچکالیو ستونزې ته رسیدنه وکړي.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالهادي و ویل: « د نوزاد ولسوالۍ پخوا ډېره شنه وه او اوبه یې درلودې او اوس خلک اوبه نه لري او له نورو سیمو یې راوړي.»

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ بل اوسېدونکي ضیاء الحق و ویل: « د نوزاد ولسوالۍ د خلکو غوښتنه دا ده چې اوبه ورته برابرې شي، دلته د سیمې اوبه وچې دي.»

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اسماعیل و ویل: « اول که زموږ د فرهاد تنګۍ وتړل شي دا به غوره وي.»

خو د هلمند د سیندیزې حوزې د ریاست مسوولین، د فرهاد بند د جوړولو په تړاو د لومړنۍ سروې د پایته رسېدو خبر ورکوي.

د دوی په خبره، د بودجې د ترلاسه کېدو په صورت کې به د یاد بند رغنیزې چارې هم پیل شي.

د هلمند سیندیزې حوزې د انجینرۍ څانګې مسوول محمد فریدون طلوع نیوز ته و ویل:« د اسلامي امارت له راتګ سره موږ درې ځلې د فرهاد بند ته تخنیکي ټیمونه استولي دي چې په هغه کې د وزارت ټیمونه هم و. موږ خپله هم څو ځلي تللي یو او د فرهاد بند لپاره مو سروې ترسره کړې ده او تخنیکي سروې به هغه مهال کوو چې بودجه پیدا کړو.»

نوزاد، موسی کلا، مارجه او نادعلي د هلمند هغه ولسوالۍ دي چي د خلکو په خبره د وچکالیو له امله سخت ځپل شوي او آن د څښاک پاکو اوبو ته هم خورا محدود لاسرسی لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه