Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملاله: افغانستان نړۍ کې یوازېنۍ هېواد دی چې نجونې یې له زده‌کړو بې‌برخې دي

د ښوونې او روزنې فعاله او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ وایي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې په‌کې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د ملګرو ملتونو له لوري د ملالې ورځ له نمانځنې سره سم، ملاله یوسفزۍ په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

اغلې ملالۍ وايي: «له نننه لس کاله مخکې افغان نجونې ښوونځیو ته تللې او له هرو دریو نجونو یوه یې پوهنتون ته بریالۍ کېده، خو اوس افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې په‌کې نجونې او ښځې له زده‌کړو بې‌برخې دي.»

ملاله یوسفزۍ زیاتوي، په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۲۰ مېلیونه نجونې د ځینو لاملونو له امله له زده‌کړو پاتې دي.

ملاله یوسفزۍ وايي: «په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ مېلیونه نجونې د بې‌وزلۍ، ناسمو دودونو، اقلیم او شخړو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.»

اسلامي امارت سره له دې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو په تړاو نوي څه نه وايي، خو بل لور ته یو شمېر نجونې زده‌کوونکې د پاتې ښوونځیو د خلاصون غوښتنه لري.

زده‌کوونکې شکریه وايي: «له اوسني حکومته هیله لرم چې هر څه ژر د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»

یوه بله زده‌کوونکې حفیظه زیاتوي: «تر اوسه د پوهنتونونو دروازې تړلې دي، موږ غواړو چې د ښځو پر مخ دغه دروازې پرانیستل شي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم پر خپله ټویټرپاڼه د ملالې ورځ په مناسبت ویلي، افغان نجونې او ښځې د افغانستان د راتلونکې لپاره لویې پانګې دي او د خپلو وړتیاو د لوړولو لپاره باید زده‌کړې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه