Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلېنکن له خپل قطري او پاکستاني سیال سره د افغانستان په اړه ټلېفوني خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له خپلو قطري او پاکستاني سیالانو سره په بېلابېلو ټلېفوني اړیکو کې د افغانستان د بشري او سیاسي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

دغه امریکايي چارواکي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټلېفوني خبرو کې په افغانستان کې سوله او ټیکاو مهم بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د انټوني بلېنکن پر حواله لیکلي:«امریکا له پاکستان سره د رغنده، ولسواک او بریالي مشارکت ملاتړ کوي. له بلاول بوټو سره مې ډېرې ښې خبرې درلودې، د پاکستان د اقتصادي ودې او د افغانستان په ګډون مو د سیمه‌ییزو اندېښنو په تړاو خبرې اترې وکړې.»

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«ډموکراټان د کانګرس او حکومت له خوا تر فشار لاندې دي چې د ترهګرۍ په برخه کې دې د دوحې تړون سم اجرا شي. دویمه موضوع دا ده امریکا نه‌غواړي چې په افغانستان کې بشري ناورین زیات شي.»

بلخوا د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس بیا په یوه لیک کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارته غواړي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل او همکارۍ پر پالیسۍ بیا کتنه وکړي.

مایکل مک‌کال، په دغه لیک کې ویلي، اسلامي امارت د امریکا د تعامل سربېره هم، له ولس سره په ځانګړې توګه له ښځو سره په خپل چلند کې بدلون نه دی راوستی او په دې تړاو یې د نړۍوالې ټولنې غوښتنې هم نه دي منلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې لیکلي:«طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له امریکا سره د تعامل سربېره هم خپل چلند لا خراب کړی دی. اوس هم طالبانو د امریکايي وګړو یرغمل کولو ته دوام ورکړی او د بشرپالو مرستو پر وړاندې خنډ دي. پر نجونو او ښځو سخت قوانین پلي کوي او د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي یې تړلي دي. امریکا باید د طالبانو له رژیم سره د اړیکو د نورمال کولو پر ځای، له نړۍوالې ټولنې و غواړي چې په افغانستان کې د اصلاحاتو په لټه کې شي.»

د اسلامي امارت ویاند بیا د افغانستان په تړاو د امریکا مثتبې هلې ځلې ستايي خو له واشنګټنه غواړي چې د خنډونو د رامنځته کولو پر ځای له سرپرست حکومت سره د خبرو او ډیپلوماټیکو اړیکو لار غوره کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«اقتصادي یا سوداګریز ملاتړ دې وشي او همدارنګه ډپيلوماټيک ملاتړ دې وشي، دا مهم دی او که‌چېرې د کوم هېواد له خوا ملاتړ ونه‌شي، لږ تر لږه د هغه زیان خو باید افغانستان ته ونه‌رسېږي. خنډ رامنځته نه‌کړي او افغانستان هم کولای شي چې ځان یوه ځای ته ورسوي.»

د چارو ځينې شنوونکي بیا، د اسلامي امارت پر وړاندې د امریکا پر پالیسۍ د بیاکتنې موضوع را پورته کېدل، د طالبانو له لوري د هغو شرایطو نه منل ګڼي چې امریکا او نړۍواله ټولنه یې غوښتونکي دي.

د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري په دې هکله وايي:«د دغې پالیسۍ او اوسني سیاست د تعامل او منلو پر ځای باید د دې د بدلون لپاره اقدام وشي او له طالبانو سره پر خپلو اړیکو یوځل بیا کتنه وکړئ. دغه نظر په امریکا کې دیوه مطرح او سیاسي شخصیت نظر دی چې د امریکا د ډېریو خلکو نظر ته هم انعکاس ورکوي.»

د امریکا او نړۍوالې ټولنې لپاره بیا د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، نجونو او ښځو ته د هغوی حقونه ورکول، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نورو هېوادونو پر وړاندې له افغان خاورې نه کارول کېدل، د رسمیت پیژندنې شرایط دي.

خو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد اوس اوس یوې عربي شبکې ته ویلي چې امریکا د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې خنډ ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه