Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځو پر وړاندې د ا.ا د سیاست د بدلون پر اهمیت د انټوني بلېنکن ټينګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې اړیکې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د سیاستونو پر بدلون پورې تړاو لري.

ښاغلي بلېنکن همدارنګه ویلي چې واشنګټن به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د اسلامي امارت د ژمنو تر عملي کېدو به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي:«موږ دغه راز خپل کار ته دوام ورکوو چې طالبان د خپلو ژمنو په تېره بیا د ښځو او نجوونو د حقونو په برخه کې د کړو ژمنو په تړاو چې عملي کړې یې نه دي، ځواب‌ویونکي وګرځوو. د طالبانو پر وړاندې د امریکا دریځ ډېر څرګند دی او په ټوله نړۍ کې لسګونه هېوادونو په بشپړه توګه په ډاګه کړې ده چې د طالبانو او نورو هېوادونو ترمنځ به د هر ډول عادي اړيکو لار تړلې وي، خو دا چې هغوی د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز زیاتوي، هېواد يې دا مهال د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی دی.

نوموړی ټینګار کوي، چې د اګست میاشتې راهیسې امریکا د افغانستان له خلکو سره د نږدي ۱٫۹ مېلیارد ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.

خو اسلامي امارت زیاتوي، امریکا باید د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ونه‌لري، ځکه د ټولو افغانانو حقونه په افغانستان کې خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«دوی خپلې ژمنې نه دي پوره کړې او بیا دغه ژمنې یې بیا په ځينو داسې مسایلو پورې تړل چې هغه د افغانستان دنننۍ او کورنۍ موضوع ده. دا په خپله د دوی هغه پخوانۍ پالیسي څرګندوي چې د افغانستان پر وړانډې دوی هم بدبینانه پالیسي لري.»

بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي له اسلامي امارت غواړي، چې له انزوا څخه د وتلو په موخه د نړۍ مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«که‌چېرې د رسمیت پېژندلو مسئله وي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت په بشري او د ښځو حقونو کې اصلاحات اړین دي.»

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج هم څرګندوي:«امریکا له طالبانو سره د اړیکو تامین او تعامل په لټه کې ده او بل پلو، هغه ژمنې چې طالبانو په دوحه کې ورسره کړې دي، له هغو هم نه تېرېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غوره پرېکړه ګڼي او ټینګار کوي چې امریکا نور د ځوانانو بل نسل نه لري چې په افغانستان کې وجنګېږي او مړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه