Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: امریکا د ا.ا د رسمیت پېژندلو پر وړاندې خنډ دی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی  له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې امریکا  د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې یوازینی خنډ بولي.

ښاغلي ستانکزي ویلي که‌چېرې امریکا د اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، نور هېوادونه به هم اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

شېر محمد عباس ستانکزی وايي:«هغه لیدنې چې موږ یې له هېوادونو په ځانګړې توګه د ناټو او د اروپايي تولڼې له هېوادونوسره لرو، هغوی موږ ته همداسې وايي که‌چېرې له امریکا سره خپل اختلافونه حل کړو، دوی حاضر دي چې افغانستان ته راشي.»

عباس ستانکزی چې د دوحې په مذاکراتو کې د اسلامي امارت یو له مهمو غړو و، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په هکله هم ویلي چې دغه خبرې اترې له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۸ زیږدیز کال پورې په پټه روانې وې.

هغه په دې هکله وویل:«له امریکایانو سره موږ مذاکرات له ۲۰۰۷ کال څخه پېل کړې وې او له ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۱ زیږدیز کال پورې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وروستی خروج وو، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د ټولو مذاکراتو مسوولیت زما په غاړه و.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په هېواد کې د مخالفو ډلو مقاومت مني او وايي په پنجشېر او اندرابونو کې مقاومتونه دوام لري او اړتیا ده چې د امنیت د ټینګښت په موخه امنیتي پوستې لا زیاتې شي.

شېر محمد عباس ستانکزی زیاتوي:«په نورو ولایتونو کې مقاومت شتون نه‌لري، په پنجشېر او اندراب کې ځينې مقاومتونه کېږي او یا په بل ولایت کې کېږي او دا د اسلامي امارت دنده ده چې هلته امنیت تامین کړي.»

شېر محمد عباس ستانکزی د خپلو خبرو په ترڅ کې وايي، د هېواد هوايي حریم د امریکا او ګاونډیو هېوادونو له لوري نقض کېږي او په وینا یې هوايي ځواکونه بشپړ امکانات په واک کې نه لري. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه