Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: له هېواده بهر هېڅ افغان په ترهګریز فعالیت کې لاس نه‌دی لرلی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی کابل کې په یوه غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په هېڅ ترهګریز فعالیت کې لاس نه‌لري.

ښاغلي ستانکزي چې د کام‌ایر هوايي چلند شرکت د فعالیت د شل کلنې کلیزې په لمانځغونډه کې وینا کوله، وویل نړۍ اوس دې درک ته رسېدلې چې اسلامي امارت د افغانستان د اوسنیو ناورینونو د حل یوازینی غوراوی دی.

شېرمحمد عباس ستانکزي په دې هکله وویل:«هغې ته ژمن یوو او په تاریخ کې هم لیکل شوي چې هېڅ افغان له افغانستانه بهر په هېڅ ترهګریز فعالیت کې لاس نه‌دی لرلی. دا بهرنیان وو چې زموږ هېواد ته راغلل او دغه ستونزې یې رامنځته کړئ.»

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی ټينګار کوي چې د نظام او هېواد پر ضد د ویجاړونکو نیوکو مخه نیسي.

ښاغلی ستانکزی له نړۍ په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.

هغه په دې هکله څرګنده کړه:«هغو هېوادونو چې په افغانستان کې نظامی ځواکونه لرل او په افغانستان کې یې خپل نظامي ځواکونه استعمال کړل او په افغانستان کې یې هر ډول وسله استفاده کړه، دا پر هغوی واجبه ده او د دوحې هوکړه‌لیک پر بنسټ هغوی مکلف دي چې بېرته افغانستان ته راشي او د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.»

شېرمحمد عباس ستانکزي یوځل بیا له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه ونه‌کړي.

د نظامي چارو شنوونکی یوسف امین ځاځی طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان هېڅکله ترهګریز ځای نه و، افغانستان هېڅ‌کله داسې امکانات نه‌لرل چې له خپلې خاورې پر نورو هېوادونو برید وکړي او ۴۵ کلنه جګړه یې هېڅ ډول تمویل او تجهیز کړې نه‌ده.»

د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي په دغې غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د هلمند له سینده د ایران حق‌ابه به د اوبو د کچې له لوړېدو وروسته ورکړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه