په لندن کې د ځينو مدني فعالانو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو او بېلابېلو پرګنو په ګډون د «نیمې پېړۍ کړکېچ او حل لارې» په نوم یوه غونډه جوړه شوه.
د دې غونډې جوړونکي د دغه پروګرام د جوړېدو موخه، د هېواد اوسنیو ننګونو ته د حل لار موندل او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د زمینې برابرېدل ګڼي.
د غونډې جوړونکی حنیف الکوزی وايي:«دغه غونډه د ملي خبرو اترو لپاره هڅه ده چې افغانان سره یوځای شي چې د ملت او ټولنې ترمنځ یوه اجماع رامنځته شي دا چې له حاکم نظام سره ملي خبرې اترې پېل شي.»
په دې غونډه کې د اسلامي امارت هېڅ استازی حضور نهدرلود.
بل خوا، د دې غونډې ځينې ګډونوال په هېواد کې په هر اړخیزه توګه د عدالت د ټينګښت غوښتنه کوي.
دیني عالم ظاهر محسني وویل:«کهچېرې موږ په افغانستان کې د اسلام له نامه د ناوړې استفادې مخنیوی وکړای شو، سولې، عدالت او دایمي امنیت ته به ورسېږو.»
په دې غونډه کې د بښنې د نړۍوال سازمان یوه غړې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې لپاره د کړنلارې پر جوړېدو ټینګار کوي.
د بښنې د نړۍوال سازمان کارکوونکې فروزان رسولي وايي:«د حساب ورکړې لپاره یوه کړنلار جوړه شي چې د دغې کړنلارې پر بنسټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅېړل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ هېوادونو تل له اسلامي امارته غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو مسایلو ته پاملرنه وکړي او د ټولګډونه حکومت جوړېدو ته مثبت ځواب ورکړي.
په دې اړه مو اندونه