Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تخار بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي له سر-خلاصو حوضونو اوبه څښي

د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ سیمه ییز مسوولین وایي چې د یادې ولسوالۍ نږدې ۳ زره اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو د کمښت ستونزې سره مخ دي.

یادو مسوولینو له سرپرست حکومت غوښتي چې د دوی ستونزې ته دې رسېدنه وکړي.

د تخار بهارک ولسوالۍ ټولنیز او پراختیایي مدیر ، عبدالمجید د طلوع نیوز خبریال ته وویل: «اوبه یې له ۲۴ ساعتونو وروسته رسیږي، او زموږ خلک دا اوبه په حوضونو کې زېرمه کوي او له همدې ابو د څښلو، اودس کولو او جامو مینځلو لپاره ګټه اخلي.»

د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د کورنیو ډیری غړي یې د ناپاکو اوبو د څښلو له امله هر کال په بېلابېلو نارغیو اخته کیږي.

هغه اوبه چې په حوضونو کې زېرمه کیږي، د تالقانو ښار څخه دې ولسوالۍ ته وړل کیږي.

د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي، محمد نعیم وویل: «اوبه په دغه ځای کې زېرمه کوو او د پنځلسو ورځو، شلو یا هم د یوې میاشتې لپاره له دې اوبو ګټه اخلو. کله داسې هم کیږي چې د دې اوبو رنګ بدلیږي.»

د بهارک ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، ابراهیم وویل: «که چیرته دا اوبه نه وي، موږ  په څارویو نیم ساعت مزل کوو او اوبه راوړو. هغه اوبه هم پاکې نه دي او زموږ روغتیا ته تاوان رسوي.»

دې حوضونو د ګڼو روغتیایي زیانونو سربېره، د ډیریو کسانو ژوند هم اخیستی دی.

د دې ولسوالۍ بل اسېدونکي، نظر محمد وویل: «کله چې ماشومان د باندې راوځې، د حوض ترڅنګ لوبې کوي او ډېر کله حوض ته غورځیږي. زما دوه ماشومان همدلته شهیدان شوي او اوس مې ماشومان نه راپرېږدم او په خپله اوبه وړم.»
دغه اوسېدونکي له سرپرست حکومت څخه د ابو شبکو د رسولو او د یادې ستونزې  حل غوښتنه کوي.

د تخار ولایت مرکز اوسېدونکو له دې مخکې هم د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت درلود او له سیمه ییزو مسوولینو یې غوښتي و چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه