Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ندا محمد ندیم په بغلان کې: ښځې او نرینه سره برابر نه‌دي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د بغلان په پوهنتون کې په یوې غونډه کې ویلي چې دم‌ګړۍ ځينې هڅه کوي چې د ښځو اړوندو مسایلو څخه په استفادې، حاکم نظام تخریب کړي.

د نوموړي په باور، لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي چې د ښځو او نارینه‌وو حقونه مساوي وښایي، خو د شریعت او اسلامي احکامو پر بنسټ، ښځې او نارینه سره برابر نه‌دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل:«الله(ج) د ښځې او نر ترمنځ توپير رامنځته کړی. سړی چې دی حاکم دی، د واک څښتن دی، له هغه باید اطاعت وشي او ښځه یې خبره باید ومني. ښځه له نر سره برابره نه‌ده؛ خو اوس هغه له نرینه لوړوي.»

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوې برخه کې، له خلکو سره نیک چلند، د امنیت او عدالت ټینګښت د سرپرست حکومت مکلفیتونه بولي.

ښاغلی ندیم زیاتوي:«د اسلامي امارت مسوولیت دا دی چې له خلکو سره ښه چلند ولري. اساني رامنځته کړي، بشارت راولي،د چارواکو ترمنځ کرکه نه وي، اختلاف نه وي او دویم څيز د امنیت ټینګښت دی.»

په همدې حال، په دې ناسته کې د بغلان پوهنتون یو شمېر استادانو او زده کړیالانو د لوړو زده کړو وزارت له سرپسرت څخه وغوښتل چې د هیواد په پوهنتونونو په ځانګړې توګه بغلان پوهنتون کې مناسبه ښوونیز چاپیریال د رامنځته کولو په برخه کې هلې ځلې وکړي.

د بغلان پوهنتون استاد سید جان ساطع وویل:«تر ټولو عمده غوښتنې او شرایط چې کولای شي یو پوهنتون ته له علمي او څیړنیز پلوه وده ورکړي، د امکاناتو او وسایلو برابرېدل دي.»

زده‌کړیال یما برنا هم وايي:«لومړنۍ ننګونه د زده‌کړیالانو د لېږد لپاره د یوه منظم ټرانسپورټ نشتوالی دی. د دې لپاره چې د ښار او پوهنتون ترمنځ ډېر واټن دی، باید هغې ته رسېدنه وشي. دویم د یوه شپه‌غالي (لیلیې) نشتوالی دی چې کلونه کېږي زده‌کړیان له دې امله کړېږي.»

دا په داسې حال کې د چې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مخکې له دې د کندوز په پوهتنون کې د خپلې وینا په ترڅ کې په پوهنتونونو کې د ستونزو پر هواري او د غوره ښوونیزو اسانتیاوو د برابرولو په پار د دغه وزارت د هلو ځلو ډاډ ورکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه