Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نږدې ۲۰۰ جادوګرو له نیولو خبر ورکوي

د امربالمعروف او نهې عن المنکر  وزارت ویاند وايي، په کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون نږدې ۲۰۰ جادوګر نیولي، عدليي او قضايي اورګانونو ته يې ورپېژندلي دي.

د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر طلوع نیوز ته وايي چې دغه وزارت هڅه کوي په هېواد کې د هغو کسانو د فعالیتونو مخه ونیسي، چې جاودګري کوي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند څرګندوي:«په ولایتونو کې هم د نیول شویو جادوګرانو شمېره له ۱۰۰ ډېر ده. یوازې په کابل ښار کې تر اوسه پورې ۶۷ جادوګران نیول شوي دي، چې په منځ کې یې څو تنه ښځې هم دي او ډېره برخه يې محکمې ته معرفي شوي دي.»

ورته مهال ځینې دیني عالمان وايي، جادو کول د اسلام له نظره حرام دي او د جاودګرۍ فعالیتونه په ټولنه کې د فساد لامل کېږي.

دیني عالم عبدالحی فیضاني په دې هکله وايي:«زه له خلکو غواړم هغه کارونه ترسره نه‌کړي چې په شریعت کې حرام دي او باید د جادوګرو په کارونو باندې باور ونه‌کړي.»

بل خوا ځیني هېوادوال له اوسني سرپرست حکومته په جدي توګه غواړي، چې په هېواد کې د جادوګرانو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی سبحان الله هم څرګندوي:«جادوګران هڅه کوي له خلکو په دا ډول کارونو پیسې راټولې کړي، باید د دوی په کارونو خلک باور ونه‌کړي او له دوی ځان وساتي.»

د کابل ښار اوسېدونکی رحمت الله وویل:«د سرپرست حکومت مسوولان باید جادوګر ونیسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري او سخته سزا ورکړي ترڅو نور خلک ترې عبرت واخلي او دا ډول کارونه ترسره نه‌کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف نهې عن المنکر وزارت له سپارښتنې وړاندې په پلازمېنه کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له کلونو راهیسې جادوګرو په ازاد ډول فعالیت ترسره کاوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه