Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د افغان ملي ماڼۍ د پروژې چارې یو ځل بیا پېل شوې

د ملي پراختيا شرکت په کابل کې د دوه مېليارده افغانيو په ارزښت د افغان ملي ماڼۍ د پروژې د بيا ځلي پېل خبر ورکوي او وايي، چې ټاکل شوې د دغې پروژې چارې به تر ۱۴۰۵ کاله بشپړې شي.

د ملي پراختیا شرکت د کور جوړولو مشر، میرویس ارغندېوال وویل:«د دغې پروژې عمومي بودیجه شاوخوا دوه مېلیارده افغانۍ ده چې د افغان ملي بانک له لوري ورکول کېږي او د ملي پراختیا شرکت له لوري پلي کېږي.»

د افغان ملي بانک رییس، شاکر جلالي، هم په دې تړاو  زیاته کړه:«موږ په تېرو دوو کلونو کې چې اسلامي امارت راغلی، وکړای شوی چې په دغه پروژه کې بدلونونه راوړو، لکه مرکز ګرمي په کې په پام کې ونیول شوه او پارکینګ یې هم تبدیل شو.»

د ملي پراختیا شرکت مرستیال وایي چې اسلامي امارت هڅه کوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ملي پروژو چارې له سره پېل کړي.

د ملي پراختیا شرکت مرستیال، عبدالولي عادل وویل:«الحمدالله نن زموږ مشران په ځانګړې توګه امیرالمومنین، رییس الوزرا او  نور په دې هڅه کې دي چې دغسې ملي کارونه ترسره کړي.» 

ورته مهال، ځينې انجنیران وایي هڅه کوي تر څو د دغې پروژې کار په غوره بڼه مخ ته یوسي.
 
د افغان ملي ماڼۍ د پروژې امر میوند دوستي څرګندوي:«موږ ډاډ ورکوو چې دغې پروژې کار به د ټاکل شوي وخت سره سم او حتا مخکې له ټاکل شوي وخته پای ته ورسوو.» 

د کورجوړونې تصدۍ مسلکي مرستیال شفیع الله فرهادي هم په دې هکله وايي:«ان‌شاءالله لکه څرنګه چې موږ سره ژمنه شوې، بودیجه شته، ډیزاین یې خلاص دی او افر زموږ په واک کې دی. هوکړه لیک یې هم خلاص دی او موږ ان‌شاالله سبا پرې کار شروع کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دوه کلونو راهیسې د دغې پروژې کار ځنډول شوی وه، چې دا ځل به دغه پروژه بشپړه شي کنه؟

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه