Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د کوکنارو په کرکېله کې ۹۵ سلنه کمښت

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې دفتر په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کرکېلې او تولید په تړاو یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې د کوکنارو د کرکېلې د منعه کېدو په تړاو د سرپرست حکومت د مشر له فرمان وروسته، د دغه بوټي کرکېله ۹۵ سلنه کمه شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي دي، چې تېر زیږدیز کال په څه باندې ۳۳۰ زره هکټاره ځمکه کې او په روان کال کې په څه باندې ۱۱ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي او د تریاکو تولید هم د پاموړ کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر اجراییه رییسه غاده ولي وايي:«دا یو ریښتینی فرصت دی چې د تریاکو د ناقانونه بازار او د هغو د زیانونو پر وړاندې چې په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه یې رامنځته کوي، اوږدمهالې پایلې ترلاسه شي. له دې سره هم‌مهاله، مهمې پایلې او خطرونه شته چې باید د یوې پایلې لپاره چې بالاخره مثبته او پایېدونکې وي، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د پاملرنې وړ وګرځي.»

په دغه راپور کې دغه راز راغلي دي، چې د کوکنارو کرکېلې د افغانستان په کليوالو سیمو کې کړکېچنې پایلې لرلې دي، ځکه چې د کلیوالو سیمو اوسېدونکو خپل ډېر عاید د تریاکو له حاصلاتو ترلاسه کاوه او اوس دغه عاید نه‌لري؟

دغه بنسټ دغه راز ویلي دي، چې د  تریاکو د محصول د پلور له لارې د سوداګرو عاید له ۳۶۰ مېلیون ډالرو نه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۰ مېلیون ډالرو ته کم شوی دی، چې ۹۲ سلنه کموالی ښي.

خو اسلامي امارت وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او تولید اوس صفر ته رسېدلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«زموږ معلومات دا دي چې سل په سله کې یې کموالی موندلی دی که‌چېرې د تېر کال اټکل ته وګورو په ځينو لېرې پرتو او یا غرنیو سیمو کې او همدارنګه په کلابندو سیمو کې شتون لري چې هغه هم له منځه وړل شوي دي.»

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي چې د بدیل کښت په برخه کې له افغانستان سره هېڅ همکاري نه‌ده شوې:«په دې برخه کې د هېڅ هېواد له خوا سمه مرسته نه‌ده شوې. اسلامي امارت تر خپل وسه پورې خدمتونه وړاندې کړي د بېلګې په توګه د زعفرانو کښت یې د بدیل کښت په توګه وړاندیز کړی دی.»

بلخوا، یو شمېر کروندګر چې تر دې وړاندې یې کوکنار کرل، اوس ورته د بدیل ښکت برابرېدو ته انتظار دي.

کروندګر عبدالقدوس  وویل:«موږ ته دې اصلاح شوي تخمونه پیدا کړي، د دې لپاره چې د تریاکو کښت زموږ لپاره هېڅ ګټه نه‌لري او له هغې څخه هېڅ خیر نه‌ترلاسه کېږي.»

بل بزګر هم څرګندوي:«موږ مرستې ته اړتیا لرو او نړۍواله ټولنه باید له موږ سره همکاري وکړي چې موږ وکړای شو د غنمو کرکېله او زراعت بیاځلې پېل کړو.»

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر ټينګار کړی دی، چې په راتلونکو میاشتو کې افغانستان د پایېدونکي معیشت لپاره پراخو پانګونو ته اړتیا لري، څو کروندګرو ته له تریاکو پرته فرصتونه برابر شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د ۲۰۲۲ کمېټې کال په راپور کې ویلي وو، چې افغانستان د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولیدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه