Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد د کډوالو ایستلو پوښښ کې د رسنیو مثبته ونډه ستایلې

د اسلامي امارت مسوولین وایي چې رسنیو له پاکستانه د راستانه شویو افغانانو لپاره د مرستو راجلبولو برخه کې اړین رول لوبولی دی.
 ذبیخ الله مجاهد له طلوع نیوز سره په خبرو کې وایي، چې رسنیو د کډوالو د ستونزو د بېلابېلو حاشیو په خپرولو سره هغوی ته د رسېدو د چارو په تنظم کې مهم رول لوبولی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «زموږ د هېواد رسنیو د کډوالو موضوع په ډېره مسوولانه توګه وڅارله، زموږ ټولو رسنیو، ټولو ټلویزیونونو او راډیوګانو د مرستو جلبولو کې هڅې کړي دي، ښه راپورونه یې چمتو کړي او د شکایتونو اورېدلو برخه کې هم ونډه اخیستې ده.»

بلخوا، اقتصاد وزارت چې راستنېدونکو افغانانو ته د بېړنیو مرستو د انسجام مسوولیت پرغاړه لري، ټینګار کوي، چې  دغه وزارت د مرستو د جلب او جذب او کډوالو ته د استوګنې د ځای برابرولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پلانونو د عملي کولو په حال کې دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري و ویل: «هغه کمیټې چې د دې برخې لپاره جوړې شوي دي د مرسته په راټولولو او د سرپناه په برخو کې یې مهم رول لوبولی دی. په خصوصي سکټور او دولتي برخو کې د راستانه شویو کسانو وړتیاوو ته په کتو د دندو پیدا کولو په اړه هم موږ پلان لرو.»

بلخوا، یو شمېر شنونکي هم د رسنیو له لوري د راستنېدونکو کډوالو د راتلو پراخ پوښښ او له پاکستانه د را اېستل شویو افغانانو د ستونزو په ګوته کول او دغه راز هغوی ته د مرستو د رسولو پر اهمیت ټينګار ګټور ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، احمد فردوس بهګزین طلوع نیوزته و ویل: «دا چې کډوال څنګه د افغانستان خاور ته د ننه کیږي، په څه وضعیت کې دي، څه خوري او روغتیایي وضعیت یې څنګه دی، آیا دا چې ښه دي او که نه د دې ټولو په اړه موږ د رسنیو له لارې مالومات پیدا کوو.»

د اسلامي امارت چارواکو له پاکستانه د را اېستل شویو افغانانو لپاره د مرستندویه موسسو او سوداګرو لخوا د مرستو اغېزناکتوب ته په اشارې سره د دوو بانکي حسابونو د جوړېدو خبر هم ورکړی چې د افغانستان له دننه او بهره نغدي مرستې راټولوي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو له پيلېدو يوولس ورځې تيرې شوې دي او د شميرو له مخې، د پاکستان له بيلابيلو بندرونو څه باندې دوه سوه زره کسان افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه