Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ا.ا له کړنو د روسیې ستاینه

د روسيې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدودف ویلي چې په څه کم یوه کال کې په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه، د امریکا او متحدینو له شل کلنې مبارزې اغېزناکه وه.

ټاس خبري اژانس د روسيې د امنیت شورا مرستیال پر حواله راپور ورکړی، د امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال غوښتل چې له افغانستانه هیرویین روسیې او نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.

دیمیتري مېدودف په دې هکله ویلي:«په تېر څه کم یو کال کې، مهمه نه‌ده چې موږ يې په اړه څه فکر کوو، طالبانو هغه کارونه وکړل چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ټلوالې په شلو کلونو کې ونه‌شوی کړای. د امریکا په مشرۍ د ناټو ایتلاف غوښتل چې روسيې او نورو هېوادونو ته هیرویین صادر کړي.»

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم ازهر په دې هکله وايي:«په هېواد کې د نشه‌يي توکو بدیل معیشت په برخه کې د نړۍوالو پر همکارۍ د لویو پروګرامونو تطبیق کول، یو ښه اقدام دی او له دې سره بزګران کولای شي چې د نشه‌يي توکو له کښته لاس واخلي.»

 ورته مهال د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د شمېرو له مخې، په تېر کال کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عملیاتو کې نږدې ۱۱ زره لوی او واړه قاچاق کوونکي نیولي دي.

د دغه معینیت د دفتر رییس زیاتوي، چې په هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار نږدې صفر ته رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي څرګندوي:«د دغو عملیاتو په نتیجه کې تر ۱۰ نیم زره پورې لوی او واړه قاچاقبران نیول شوي او همدارنګه د څلور نیم زره ټنه په شاوخوا کې نشه‌يي توکي تخریب او له منځه وړل شوې دي.»

ورته مهال ځينې بزګران د نشه‌يي توکو پر بدیل معیشت او اصلاح شویو تخمونو پر وېش ټینګار کوي.

بزګر عبدالمالک وايي:«موږ د نشه‌يي توکو بدیل معیشت غوښتونکي یوو، ځکه موږ نشه‌يي توکي سږ کال نه‌دي کرلي او د خلکو وضعیت ډېر خراب دی.»

بزګر ګلبدین هم وویل:«موږ غریب خلک یوو او اوس مو چې نشه‌يي توکي نه‌دي کرلي او اصلاح شوي تخمونه راته توزیع شوې نه‌دي له ډېرو ستونزو سره مخ یوو.»

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېر کال کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په بېلابېلو عملیاتو کې له ۱۴ زره هکتاره ډېرې ځمکې د نشه‌يي توکو له کښته پاکې شوي او نږدې ۵ زره ټنه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه