په هند کې میشت افغان کډوال او زده کړیالان په نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت تر ټړلو وروسته، د رامنځ ته شویو ستونزو او ننګونو ګیلې کوي.
دوی د هند له حکومت او سرپرست حکومته غواړي تر څو د کډوالو موضوع سیاسي نه کړي.
دغه کډوال او زده کړیالان د ویزې نه ورکړه، د پاسپورټ او نورو تحصیلي اسنادو نه تمدیدېدل او دغه رازد کونسلي فعالیتونو درېدل هغه ستونزې ګڼي چې د سفارت له تړل کېدو وروسته ورسره مخ کیږي.
په هند کې افغان زده کړیال، صبغت الله وویل: « د هند له حکومت او د افغانستان له چارواکو مو غوښتنه دا ده چې د افغانستان او هند تر منځ شته سیاسي مسایل او سیاسي اړیکو ته په کتو سره د افغانستان د اتباعو د ګټو په پام کې نیولو سره دې ستونزې ته د حل لاره ومومي.»
په هند کې افغان زده کړیال، شفیع الله صابري وویل: « موږ زده کړیالان او کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یو لکه د ویزې نه تمدید، د ښوونیزو اسنادو نه طی مراحل او د پاسپورټ تمید کول.»
که څه هم اسلامي امارت په دې اړه څه نه وايي خو ځینې پخواني ډيپلوماټان پر دې باور دي چې هند اسلامي امارت ته د دغه سفارت د سپارلو په موخه، هلته د افغانستان پر سفارت ځينې فشارونه راوړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج وویل: « ځینې فشارونه یې پرې راوړل چې سفارت بند کړي او له مخکنیو ډیپلوماټانو یې واخیسته چې د اسلامي امارت د ډيپلوماټ د منلو لپاره یې لاره هواره کړه.»
تر دې وړاندې، په هند کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې له ۸ اوونیو انتظار وروسته هم هند د دغه سفارت غوښتنو ته رسېدنه نه ده کړې او دوی یې له سختې پرېکړې سره مخ کړي چې دغه سفارت یې نوې ډیلي ته سپارلی دی.