Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روږدو ښځو او ماشومانو درملنه تر کومه بریده شونې ده؟

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي کابل کې په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۵۰۰ روږدي ښځې او ماشومان د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس په خبره، په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۵۰ روږدې ښځې او ۲۵۰ ماشومان د هېواد په کچه بېلابېلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

حسیب الله احمدي زیاته کړه: « د ولایتونو سربېره د هېواد په زونونو کې په هرو درې میاشتو کې ۲۰ زره روږدي کسانو درملنه کیږي.»

ورته مهال، یو شمېر نورې روږدې ښځې چې په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې دي، د خپل ژوند داسې کیسې کوي.

۳۸ کلنه عایشه، چې له خپلو درې ماشومانو سره په کابل کې د درملنې یو مرکز کې تر درملنې لاندې ده، طلوع نیور ته وویل: « کله مې چې د ژوند وضعیت ولید، له ځانه سره مې وویل چې ژمې هم راغې څه به وکړم؟ ډاکټرانو ته مې زنګ وواهه، ویلی یې راځه بېرته روغتون ته راشه. که روغتون نه وم راغلې خدای نخواسته بیا په نشه یی توکو روږدې کیدم.»

په دغه مرکز کې لسګونه نورې مېرمنې هم د عایشې په څېر برخلیک لري.

یوې روږدې چې درملنه یې شوې وویل: « اقتصادي ستونزې مو لرلې، دوه شپې او ورځې مې ګردو در لره، خاوند مې راته وویل چې له دې توکو کار واخله سبا به بیا ډاکټر ته لاړ شو، کله مې چې یو ځل وکارول پرې اخته شوم.»

د روږدو د درملنې د دغه مرکز مسوولین بیا د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې د شته ستونزو په اړه داسې وايي.

ډاکټرې، ناجیه په دې اړه وویل: « تر ټولو مهم لاملونه چې زموږ مراجعین روږدي کیږي اقتصادي، کورنۍ، او رواني ستونزې دي او بله دا چې دغه توکي په ډېرې اسانۍ د لاسرسي وړ دي.»

د روغتون مسووله، شایسته بیا وایي: « موږ برېښنا نه لرو، او چې بریښنا نه لرو نو اوبه هم نه لرو، نو دا زموږ لپاره جدي ستونزې دي.»

که څه هم د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې د روږدو ښځو دقیقه شمېره څرګنده نه ده خو د ۲۰۱۸ زیږیز کال د سروې له مخې، د ۳ اعشاریه ۵ میلیون روږدو کسانو له ډلې ۵۸ زره یې ښځې او ماشومان وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه