Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د کاري زمینو له نشتوالي د فارغانو اندېښنې

د هرات پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو تازه فارغ شوي زده کړیالان په هېواد کې د کاري زمینې نشتون ته اندېښمن دي. 

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د لوستو ځوانانو د کډوال کېدو د مخنیوي په موخه باید په کور دننه کاري زمینې برابرې کړي. 

د هرات پوهنتون څخه فارغ شوي زده کړیال، محمد عیسی مهمند وویل: « له اسلامي امارت څخه مې غوښتنه دا ده چې، زموږ د خوېندو درسي بهیر بېرته په خیر سره پیل کړي.»

د هرات پوهنتون څخه یو بل تازه فارغ شوي زده کړیال، محمد فرخي هم وویل: « هیله من چې ټولو زده کړیالانو ته چې نن یې خپل فراغت ولمانځه، د کار زمینې برابرې شي.»

ورته مهال، د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي، سرپرست حکومت هڅه کوي، چې په کور د ننه فارغ شویو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي په دې اړه وویل: « د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې شپه او ورځ زموږ مسوولین لګیا دي.»

په هرات پوهنتون کې د زده کړیالانو دغه فراغتغونډه د نجونو له حضور پرته ترسره شوې ده.

ځینې زده کړیالې نجونې چې له زده کړو محرومې دي، له ځنډ پرته د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کوي.

زده کړیاله، وحیده دراني وایي: «یواځې د دې لپاره چې نجلۍ وم، له هر ځایه شاته پرېښودل شوم. هلکان نن خپلو څو  کلنو پایلو ته ورسیدل.»

له دې سره هم مهاله، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هرات پوهنتون څخه د سلګونه زده کړیالانو په فراغتغونډه کې له هېواده بهر د اسلامي امارت د مخالفینو پر ناستو نیوکه کوي. 

ندا محمد ندیم وایي، د سرپرست حکومت مخالفین دې په نورو هېوادونو کې د ناستو پر ځای، هېواد ته راستانه او د افغانستان په ابادۍ کې دې برخه واخلي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم په دغه غونډه کې وویل: « په یوه هېواد کې ناستې کوي، په بل هېواد کې ناستې کوي، څه غواړئ؟ ته چې کله هغه هېواد ته ځی او او هلته ناسته کوې، اجنډا دی څه ده؟ یا د افغانستان له دښمن سره ناسته کوی او یا هم د افغانستان له دوست سره.»

د لوړو زده کړو سرپرست د هېواد په پوهنتونو کې د زده کړو د کیفیت په اړه ډاډ ورکوي.

د هغه په خبره، ځینو پوهنتونونو ته د معیاري ودانیو پر جوړولو سربېره به د هېواد ټول پوهنتونونه پر کتابتونونو او معیاري لابراتوارونو سمبال کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه