Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ویانا د غونډې دویمه ورځ؛ د سیاسي لارې د نقشې پر لاسته راوړلو خبرې شوي

د ویانا د غونډې پر دویمه ورځ  ګډونوالو د ډیموکراټیکو جریانونو د همکاریو د پراخولو او د افغانستان د راتلونکي لپاره د سیاسي لارې نقشې د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې.

د ویانا د غونډې دویمه ورځ په اتریش کې د اسلامي امارت د مخالفو څېرو، د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر بهرنیو ډیپلوماټانو په حضور کې ترسره شوه.

د غونډې ګډونوال، محمد محسن باقر وویل: « نن د افغانستان د سیاسي ناورین د حل په موخه د سیاسي لارې نقشې د ترلاسه کولو لپاره د نظرونو د ورکړې ورځ ده.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره د سرپرست حکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ خبرې اترې یوازینۍ حل لاره ګڼي.
                               
د سیاسي چارو شنونکي، سید جواد سجادي په دې اړه وویل: « دغې موخې ته د رسېدنې لپاره باید د اساسي قانون د تدوین او د ټولګډونه حکومت د جوړولو په موخه  ملي خبرې پیل شي.»

سیاسي چارو شنونکي، ذکی الله محمدي هم وویل: « نړۍ له موږ څخه ډېرې غوښتنې لري، د دې لپاره چې د نړۍ سره تعامل وکړو، باید خپلو سیاسي مخالفینو ته اهمیت ورکړو.»

خو اسلامي امارت له هغو هېوادونو چې د اسلامي امارت د مخالفینو غونډې تنظیموي، غواړي چې د دا ډول غونډو مخه ونیسي.
 
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس، سهیل شاهین وویل: « هر هغه څوک چې د افغانستان د اوسني امنیت او سولې د خرابولو کوښښ کوي، د افغانستان سره خیانت کوي. موږ له دغو هېوادونو هم غواړو چې دغه ناستې په کې ترسره کیږي، دغسې ناستو ته اجازه ورنه کړي ځکه دا د افغانستان له خلکو سره دښمني ده.»

تر دې وړاندې د روانې لیندۍ میاشتې پر شپږمه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې هم یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د اسلامي امارت مخالفو څېرو په کې د افغانستان په تړاو د نړۍ پر بېلابېلو تګلارو نیوکې کړې وې.

vi

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه