Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ویانا غونډې په پای کې افغانستان کې د ښځو پر حقونو بحث

د ویانا د درېیمې غونډې د پای په اعلاميه کې هغه څه چې تر يوه لوی چتر لاندې د يوې سیاسې حل لارې نقشه بلل شوې  ټينګار شوی دی.

د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو طلوع‌نیوز ته ویلي چې په دې غونډه کې د ښځو حقونو ته په درناوي ټینګار وشو.

د ویانا په غونډه کې ګډونوال فضل احمد معنوي وايي:«په درېیمه ورځ، اجنډا د افغانستان په سیاست کې د ښځو د شتون پر څرنګوالي ده او دا چې له خپلو ټولو حقونو بې برخې شوي او څه ډول کولای شو چې بېرته خپلو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.»

د ویانا په غونډه کې بل ګډونوال سید باقر محسني هم څرګندوي:«د ویانا غونډې په درېیمه ورځ، د تېرو دوو ورځو بحثونو جمع بندي د اجنډا یوه برخه ده او همدارنګه د دغې غونډې د پای پر اعلامیې ټينګار او پای کې د اتریش له پارلماني چارواکو سره ډیپلوماټیکې لیدنې ترتیب او چمتو شوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر مشر سهیل شاهین د دا ډول غونډو په ترسره کولو نیوکه وکړه او دا یې د افغانستان د خلکو په زیان بللې وه.

د ویانا درېیمه غونډه د یکشنبې په ورځ (د ډسمبر پر ۳مه) د اسلامي امارت مخالفو څېرو، د بشري حقونو فعالانو او د ځينو بهرنیو ډپيلوماټانو له حضور سره په اتریش کې پېل او نن (سې‌شنبې) پای ته ورسېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه