Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چین بهرنیو چارو وزارت: ا.ا باید د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چې سرپرست حکومت باید د رسمیت پيژندنې لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې، د نړۍوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي او په افغانستان کې یو ټول‌ګډونه سیاسي جوړښت جوړ کړي.

وانګ ونبین وايي:«موږ معتقد یوو چې، د افغان دولت د ډيپلوماټيک رسمیت پېژندنه د بېلابېلو هېوادونو اندېښنو ته په کتو په طبیعي او ښه توګه ترسره کېږي. چین د افغانستان د یوه پخواني دوست ګاونډي په توګه باوري دی چې، افغانستان باید له نړۍوالې ټولنې ګوښه نه‌کړای شي. موږ هیله من یوو چې، افغانستان د نړۍوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي. یو ټول‌ګډونه سیاسي جوړښت رامنځته کړي. په کورني او بهرني سیاست کې معتدل او محتاط واوسي او د ترهګرۍ له ټولو بڼو سره په پرېکنده توګه مبارزه وکړي.»

اسلامي امارت سره له دې چې وايي، د دوی حکومت ټول‌ګډونه دی؛ خو بیا هم زیاتوي چې له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هغه موضوع‌ګانې چې مطرح کېږي له قانوني لارې او د اعتبار له پلوه دې مطرح شي چې عملي ګامونه پورته شي. موږ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو او ان‌شاالله په دې برخه کې کرار کرار شرایط برابروو چې پرمختګونه رامنځته شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید جواد سجادي هم زیاتوي:«د طالبانو له حکومته، د نړۍوالې ټولنې غوښتنه د یوه داسې ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل دي چې په کې د افغانستان واقعیتونه او د افغانستان د خلکو حقونه او ازادۍ په‌کې په پام کې نیول شوي وي، او داسې نه ښکاري چې نړۍواله ټولنه دې د طالبانو د حکومت پر وړاندې له دغو غوښتنو تېره شي.»

د ویلو ده چې، همدا څو ورځې مخکې د چین بهرنیو چارو وزارت په بېجینګ کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه د بلال کریمي باور لیک منلی دی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، بلال کریمي خپل باور لیک د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ريیس ته سپارلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین وایي چې سرپرست حکومت دې د نړۍوالې ټولنې اندېښنو ته پام وکړي او یو ټول‌ګډونه سیاسي جوړښت دې رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه