د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشت شلمه د هېواد د لیکوال او ناول لیکونکي محمد اعظم رهنورد زریاب له درېیم تلین سره برابره ده.
استاد رهنورد زریاب درې کاله مخکې د لیندۍ پر ۲۰ مه نېټه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله ومړ.
رهنورد زریاب د افغانستان یو معاصر، مشهور او تکړه لیکوال و، چې لس ادبي اثار ترې پاتې دي.
هغه د خپل عمر په وروستیو کلونو کې په طلوعنیوز کې د دري ژبې د سموونکي یا اېډېټر په توګه کار کاوه.
ښاغلي رزیاب په ۱۳۲۳ لمریز کال کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي یې د لیسانس سند تر لاسه کړ او خپله ماسټر یې د برېټانیا د سوېلي ویلز له پوهنتونه واخیسته.
هغه پر انګلیسي ژبه برلاسی و او په فلسفې، اروا پوهنې او ټولنپوهنې کې یې ډېره مطالعه لرله.
د علومو د اکاډمۍ دري زبې او ادبیاتو د انسټېټیوټ آمر او لیکوال برهان الدین نظامي د نوموړي په هکله وویل:«داستانونه یې ولیکل، ناولونه یې ولیکل؛ د هغو کسانو له ډلې دی چې ښايي په افغانستان کې یې د اږدو کیسو او ناولونو اثار یې لیکلي وي او په دې برخه کې د افغانستان د کیسو لیکوونکو د سر جوخه شو.»
استاد زریاب په افغانستان کې نه بلکې د فارسي ژبې د حوزې په هېوادونو کې ډېر مینه وال لرل او آثارو یې څو ملي او نړۍوالې جایزې ګټلې وې.
ګلنار و آیینه، شهر طلسم شده، مردې که سایهاش ترکش کرد، چار ګرد قلا ګشتم، شورشې که آدمی زادهګکان و جانورکان برپا کردند، قلندرنامه، کاکه شش پر، دختر شاه پریان، درویش پنجم او سکه یې که سلیمان یافت، یې له مشهورو اثارو وو.
شاعر او لیکوال محمد اسحاق مومند وايي:«استاد رریاب په داستاني ادبیاتو کې، د ناول په لیکلو کې زموږ هېواد ته یې هغه څه ډالۍ کړي چې د هغه ساری نهلیدل کېږي.»
شاعر او لیکوال نعمت الله حنیف هم څرګندوي:«زموږ د هېواد په معاصر تاریخ کې په حاضر قرن کې داسې څوک نشته چې د هغی خای ونیسي. د فارسي ژبې په برخه کې یې د ستاینې وړ خدمتونه کړي دي؛ ۵۰ تر ۶۰ کلونو پورې یې زیار ګاللی دی.»
رهنورد زریاب د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ میاشتې په شلمه د ۷۶ کالو په عمر په کابل کې د کوویډ نولس ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې او د شهدای صالحین په هدېره کې خاورو ته وسپارل شي.
په دې اړه مو اندونه