Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میر رحمان رحماني د امریکا له لوري د مالي فساد تورونه رد کړل

د افغانستان په تېر حکومت کې د ولسي جرګې پخوانی رییس میر رحمان رحماني د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت له خوا د مالي فساد تورونه ردوي.

د ښاغلي رحماني له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه تورونه حقیقت نه‌لري او د نړۍوالو قوانینو خلاف بلل شوي دي.

په دغه اعلامیه کې د امریکا له قضايي څانګې غوښتل شوي چې دغه مسئله افغانانو ته روښانه کړي.

د میر رحمان رحماني او اجمل رحماني د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د امریکا د مالیې وزارت داسې یو راپور خپور کړی چې، په یوې برخه کې یې په افغانستان کې د امریکا د تړونونو په تړاو ناسم اطلاعات خپاره شوي او په ظاهره د اداري فساد په تور موږ هم د امریکا له لوري تحریم شوي یو؛ په داسې حال کې چې، د فساد په تړاو لګول شوي تورونه په بشپړه توګه ردوو؛ خو دا چې موږ خپلو خلکو ته درناوی لرو؛ نو باید دغه موضوع افغان ولس او د ټولې نړۍ خلکو ته ورسوو چې، د افغانستان او سیمې اوسني وضعیت ته په کتو له حقیقته لرې دغه ډول تورونه هغه هم په نړۍوالو رسنیو کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو تر منځ د کنوانسیونونو او نړۍوالو اصولو او موازینو خلاف دي.» 

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مالیې وزارت تيره ورځ په تېر حکومت کې د ولسي جرګې پر رییس میر رحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني د مالي فساد له امله بندیزونه ولګول.

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې هم میر رحمان رحماني او اجمل رحماني د مېلیونونه امریکايي ډالرو پر غلا تورن کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شاژدافیره کرن ډېکر څرګندوي:«رحماني له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې له مېلیونونه ډالرو غلا کړې ده. د فساد دغه لویه طرحه چې د امریکا د مالیې وزارت او سیګر له لوري رابرسېره شوې، هم یې امریکا او هم یې افغانستان لوټ کړی دی.»
  
د سیاسي چارو شنوونکی زلمی افغانیاز په دې هکله وايي:«که‌چېرې امریکایان له دغه فساده خبرتیا ونه‌لري، استخباراتي حماقت دی؛ که‌چېرې هغوی دا یې نه دی اعلان کړی په دې معنا ده چې تر نوي نوم لاندې د افغانستان لپاره پروژه ده چې د واټنونو رامنځته کېدل مدیریت کړي چې افغانستان یوه سیاسي اجماع ته ونه‌رسېږي.»  

د نړۍوالو اړیکو شنوونکي عزیز معارج هم وویل:«دلته ښاغلی رحماني ګرم نه‌دی؛ یوازې دی نه بلکې د جمهوریت ډېریو چارواکو په اداري فساد، غصب او اختلاس کې لاس درلود، هم امریکا پرې پوهېږده او هم افغانان.»   

ورته‌مهال اسلامي امارت په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره د ځینو هېوادونو له لوري شوې مرستې له جګړې د ملاتړ په معنا ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«مرستې وې د هغو هېوادونو له خوا چې جګړه یې لرله، افغانستان ته راتلې، هغه په جګړه کې لګېدې، د خلکو پر وژلو لګول کېدې، پیسو ځای نه نیوه او یا هم ډېری فساد کېده او بېرته له هېواده وتلې.»

د امریکا مالیې وزارت په دې وروستیو کې میر رحمان رحماني او زوی یې د مالي فساد په تور تحریم کړل او په دې سره په ۴۴ هېوادونو کې د میر رحمان رحماني او د زوی شمتنۍ کنګل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه