Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت له بنده د امریکايي بندیانو پر خوشې کولو د واشنګټن ټینګار

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت له بنده د امریکایي وګړو خوشې کیدل د امریکا کاري لومړیتوب دی.

یاد وزارت ویلي افغانستان لپاره یې ځانګړي استازي توماس وېسټ روانه اونۍ له یو طالب چارواکي سره چې نوم یې نه اخلي، کتلي او د راین کوربېټ او نورو امریکایي وګړو د خوشې کېدو په اړه ورسره غږېدلی دی.

که څه هم اسلامي امارت په روښانه توګه د امریکایي وګړو بندي کیدل نه تاییدوي خو وایي چې، ښایي یو شمېر امریکایي وګړي د اسلامي امارت په بند کې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر و ویل: «زموږ ځانګړي استازي روانه اونۍ د طالبانو له یوه استازي سره وکتل او د راین کوربېټ او نورو نیول شویو امریکايي وګړو پر خوشې کېدو یې ټینګار وکړ. دا هغه څه دي چې موږ یې هیڅکله له پامه نه غورځوو.»

اسلامي امارت بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په تړاو داسې لیدلوری لري:

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «هغه امریکايي وګړي چې له بېلابېل لارو راغلي وي او بیا یې کومه قانوني تخطي کړي وي ښایي نېول شوي وي خو د هغوی له سرتېرو څوک نشته.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره باید دواړه هېوادونه د یو بل بندیان را خوشې کړي.

د نړۍوالو چارو شنونکي، واحد فقیري و ویل: «زما نظر دا دی چې د دې سړي خوشې کول به د افغانستان او امریکا ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو مثبت اغیز ولري او هم به د سیلانیانو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته کړي.»

 تر دې مخکې هم ځينو امریکايي چارواکو ادعا کړې وه چې د دغه هېواد وګړي د اسلامي امارت په بند کې شپې ورځې تېروي خو اسلامي امارت تر اوسه دغو ادعاو ته څرګنده ځواب نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه