Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پټېل: دم‌ګړۍ په کابل کې د ډپیلوماټيک ماموریت د پېل لپاره کوم پلان نه‌لرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټېل په یوې خبري ناسته کې ویلي چې واشنګټن په نږدې راتلونکې کې په کابل کې د ډیپلوماټیک ماموریت د پیلېدو لپاره پلان نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړې چې بشري حقونه، ښوونځیو ته د نجونو بېرته ستنېدل له «طالبانو» سره د تعامل لپاره د امریکا له مهمو شرطونو څخه دي.

ښاغلی پټېل ویلي:«موږ په نږدې راتلونکې کې پلان نه‌لرو چې کابل کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت پېل کړو. موږ د طالبانو په ګډون له ګڼو افغانانو سره په افغانستان کې دننه او بهر په تعامل بوخت یو چې ښوونځیو ته د نجونو بېرته ستنېدل د دې تعامل تر ټولو اړینه برخه ده او دا اړیکې د ټولو افغانانو حقونو ته پر درناوي مشروطې دي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ تعامل د ستونزو د حل لپاره مهم دی او اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لري. د ښاغلي مجاهد، په وینا، د اسلامي قوانینو په رڼا کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند طلوع‌نیوز ته وايي:«له هېوادونو سره تعامل یوه اړتیا ده. افغانستان او امریکا دواړه د یو بل تعامل ته اړتیا لري. که‌چېرې هغوی (امریکا) له افغانستان سره سیاسي تعامل نه‌لري او همدا ډول چې اوس روان دي، مخ ته دې ولاړ شي، افغانستان له نورو هېوادونو سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.»

بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي د افغانستان او هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بولي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید په کور دننه او بهرنۍ مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنوونکی محمد یوسف امین ځاځی وايي:«نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا او د افغانستان حکومت باید ټول مسایل خلکو ته واضح کړي.»

د سیاسي چارو بل شنوونکی طارق فرهادي هم څرګندوي:«د بایډن حکومت له کابل سره په خپلو اړیکو کې بدلون نه‌راولي او که‌چېرې ټرمپ بریالی شي، شونې ده، د امریکا مالي مرستې چې اوس یې له افغانستان سره کوي، پرې شي.»

تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوه ۲۲ مخیز سند په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د خپلې کونسلګرۍ د پرانیستنې امکانات ارزوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ تعامل د ستونزو د حل لپاره مهم دی او اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه