Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: اتشې په کلتوري، سوداګریزو برخو او د کډوالو په چارو کې فعالیت لري

اسلامي امارت ویلي چې په ۱۶ هېوادونو کې د سرپرست حکومت د سفارتونو د فعالیت له پېل سره هم‌مهاله، د دغو سفارتونو اتشې هم په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌ مجاهد وایي، چې ځينې دغه اتشې د مخکیني نظام او ځينې هم تازه د اسلامي امارت له خوا معرفي شوې دي.

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، د سرپرست حکومت اتشې په سیاسي، کلتوري، اقتصادي، سوداګریزو او د کډوالو په برخو کې فعالیت کوي، څو په اړوندو برخو کې هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ذبیح الله مجاهد ‌ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«په ځينو هېوادونو کې د تېر حکومت اتشې کار کوي او په ځينو ځایونو کې نوې اتشې استول شوې دي چې ډېری یې کلتوري، اقتصادي، سوداګریزې او د کډوالو په چارو کې دي چې کارونو ته رسېدنه وکړي.»

له دې سره هم‌مهاله، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم د چین او قزاقستان لپاره د نویو اتشو د معرفي کېدو خبر ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام آخندزاده جواد څرګندوي:«الحمدالله تراوسه توانېدلی یوو چې پاکستان، ایران، ترکمنستان او ترکیې ته اووه اتشې معرفي کړو او ډېر ژر به چین او قزاقستان ته هم نوې اتشې معرفي کړو.»

بل خوا ځينې شنوونکي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د اتشو معرفي کېدل د افغانستان په ګټه بولي.

 د سیاسي چارو شنوونکی محمد اجمل زرمتی وايي:«هر څوک چې معرفي کېږي، باید تخصص ولري او د تخصص پر بنسټ معرفي شي.» 

د اقتصادي چارو شوونکي محمد فردوس بهګزین هم وویل:«د دې سربېره چې کولای شي زموږ د هېواد په ګټه وي، کولای شي چې د افغانستان د هغو وګړو ترمنځ هم د اړیکو په رامنځته کولو کې هم اغېزمنې وي چې په نورو هېوادونو کې مېشت دي.»
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترکیې لپاره د سوداګریزې اتشې د معرفي کېدو خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه